د تذکرو ستونزه لا هم حل شوې نده، د خلکو شکایات اوس هم زیات دي

جنوري 13, 2026 - 16:22
 0  14
د تذکرو ستونزه لا هم حل شوې نده، د خلکو شکایات اوس هم زیات دي

اکرام واحدي

 

دا تنها د یو مأمور یا کوم مشخص تن خبره نده، بس چې غلطي کوي بیا دې د اصلاح کولو پروسه هم اسانه او ساده کړي، د خلکو ځورول یا په ځینو حالاتو کې ترې رشوت اخیستل نو بیا کوم انصاف دی!

او فکر کوم د دې ستونزې حل، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له وس او توان پورته کار دی، کنه تر اوسه به یې کوم نوی طرزالعمل معرفي کړی وای.

پکار دا ده چې دې ستونزې ته په لوړه کچه رسیدګي وشي تر څو د ولس دا بې کچې سرګرداني کمه شي.

تېر ځل ما پوسټ کړی وو، د هغې ادارې ویاند چا منشن کړی وو، اول یې د ستونزو شتون رد کړی وو، خو بیا وروسته یې ویل چې خلک دې راشي، مونږ سره دې ستونزې نېغ په نېغه شریکي کړي. خو زه فکر نکوم که د خلکو ستونزو ته په دې شکل رسیدګي وشي.

دا غږ بدرګه کړئ چې ډېرو نورو چارواکو صاحبانو ته ورسي، تر څو په دې ادارې غږ وکړي چې د خلکو دا شکایات جدي ونیسي..