د ملت د یووالي او د مزدور ذهن د ماتې حقیقت

جنوري 13, 2026 - 16:35
 0  15
د ملت د یووالي او د مزدور ذهن د ماتې حقیقت

واقعیت تل تر ټولو تریخ، خو تر ټولو رښتینی وي. تاریخ شاهد دی چې که هر څومره ملتونه ټوټه ټوټه شي، او که هر څومره قومونه د استبداد، داخلي نفاق او د پردیو دسیسو له امله له یو بل څخه جلا کړل شي، بالاخره به د وخت په تېرېدو سره بېرته خپل ګډ هویت، ګډ درد او ګډ برخلیک وپېژني. ټوټه شوي ملتونه خامخا یوه ورځ د شعور، قربانۍ او مبارزې له لارې بیا سره یو کېږي، ځکه د آزادۍ تنده نه مري او د حق غږ نه چوپېږي.

خو هغه کسان چې خپل وجدان یې د پیسو، مقام او پردیو ګټو په بدل کې خرڅ کړی وي، نه د ملت د بدن برخه ګڼل کېږي او نه د آزادۍ د لارې ملګري کېدای شي. خرڅ شوي مزدوران نه د خاورې سپېڅلتیا پېژني، نه د تاریخ مسؤلیت درک کوي او نه د خپلواکۍ مانا احساسوي. هغوی د حال د ګټې لپاره د راتلونکي پر وجود خنجر وهي، خو تاریخ داسې څېرې هېڅکله نه بښي.

ملتونه که وځپل شي، بېرته درېږي؛ که ووېشل شي، بیا سره یو کېږي. خو مزدور ذهنونه هېڅکله ازادېدلای نه شي، ځکه د هغوی زنځیرونه له اوسپنې نه، بلکې له طمع، وېرې او غلام فکر څخه جوړ وي. زمانه بدلېږي، واکمنۍ راځي او ځي، خو یو حقیقت تل پاتې دی: ملتونه د خپلواکۍ پر لور روان پاتې کېږي، او مزدوران د شرم، ماتې او تاریخي هېرېدو په تیارو پاڼو کې پاتې کېږي.