په قاهره کي د غزې د نظم ملي کمېټې (NCAG) لومړۍ ناسته

جنوري 18, 2026 - 17:49
 0  9
په قاهره کي د غزې د نظم ملي کمېټې (NCAG) لومړۍ ناسته

تېره ورځ په قاهره کي د غــ.زې د نظم ملي کمېټې (NCAG) لومړۍ ناسته وسوه. دا ۱۵ کسیزه کمېټه د فلسـ.تیني ټکنوکراتانو له لوري جوړه سوې او مشري ئې د فلسـ.تیني ادارې پخوانی مرستیال وزیر علي شعث کوي؛ اما څارنه ئې د "بورډ آف پیس" په لاس کي ده چي مشري ئې ډونلډ ټرمپ کوي او د بلغاریا هېواد ډیپلوماټ نیکولای ملادینوف پکې مهم رول لري.

د دې جوړښت له پیله ښکاري چي ژوري ستونزي پکې نغښتي؛ هغه کسان پرې واکمن دي چي خپله د غـ.زې د کړکېچ برخه پاته سوي. پوښتنه دا ده چي ولي د سیمي د درد او ژبي د پوهېدو لپاره کوم عرب یا مسلمان ډیپلوماټ ونه ټاکل سو؟! همدې ته ورته کار د ملگرو ملتونو په ټولو هیئتونو کي ترسره سوی وو؛ په (فلسـ.تین د نړئوال قانون له نظره) کتاب کي ئې تفصیلاً کتلی سئ!

په داسي حال کي چي پر غـ.زه هره ورځ بریدونه روان دي، زرگونه کسان وژل سوي، سخت ژمی، کلابندي، لوږه، د درملو او سون توکو نشتوالی ژوند ناممکن کړی؛ د داسي کمېټو او ناستو گټه د یرغل د توجیه کولو پرته بل څه ده؟! تر هغو چي بشپړ اوربند او محاصره پای ته نه وي رسېدلې؛ د سولي خبري یوازي د کاغذونو پر مخ پاته کېږي بلکي دا هم د دې پېړۍ د قـ.ـتل عام د جاري ساتلو مذمومي هڅي دي.