په دنده کې د ( نا وړه چلند) قرباني شوې انجلۍ څنګه په خپل کاروبار کې میلیونره شوه؟
امين ستانکزی
د Bird & Blend د ترکیبي چایو شرکت مشره کریسي سمیټ له خپل کاروبار مخکې په ډېر ځایونو کې دندې ترسره کړيدي، چې ځینې دندې یې داسې هم وې، چې د دې ورسره حساسیت وه او نه یې شو کولای چې خپل ځان ورسره عیار کړي خو بیا یې هم خپلو مشکلاتو ته په کتو د پیشوګانو د روزنې او ساتنې دنده ترسره کړه، کریسي سمیټ په کلب کې هم مزدوري وکړه او د یوې خدمې په توګه هلته پاتې شوه، خو هیڅکله له خپلې دندې راضي نه وه او نه هم ورته داسې چاپیریال برابر شوی وه، چې د یوه کارکوونکي پوره حقونه دې پکې پوره کړل شي.
د کریسي سمیټ د کاروبار د پیلولو دوه ستر لاملونه دي، چې لومړی یې دا دی، چې تل به یې له خپل ځانه پوښتنه کوله، چې موږ پوهیږو چې سم انتخاب مو نه دی کړی خو بیا هم لګیا یو او خپل وخت په داسې یو ځای کې تیروو، چې اصلا زموږ نه خوښیږي او دویم دا چې په دنده کې له کارکوونکو او مشتریانو سره د کار د خاوندانو او مالکانو ناوړه او نا مناسب چلند، کریسي له دې حالته ستړې کړې وه او دا یې ډیره غوره ګڼله چې خپل کاروبار له غوره چلند او رویې سره پیل کړي،
د کاروبار د پیلولو له وخته یې دا ژمنه وه، چې له خپلو کارکوونکو او لاس لاندې کسانو سره به غوره چلند کوي او هغوی ته به داسې اسانتیاوې برابروي، چې د هغوی ټولو حقونو ته به رسیده ګي کیږي.
اوس مهال نوموړی شرکت د بریتانیا په ټولو سترو ښارونو کې د خرڅلاو څانګو سربیره آنلاین خرڅلاو هم لري او سرمایه یې میلیونونو پاونډو ته رسیږي، چې د خپل کاروبار په تړاو د نوښت او مشتریانو غوښتنې په نظر کې نیولو او د کارکوونکو سره په غوره رویې باندې ډیر تمرکز لري او په دې باندې مشهوره ده.