ډاکټر محمود عزت د اخوان المسلمین د عام مرشد مرستیال

فبروري 14, 2026 - 19:09
 0  29
ډاکټر محمود عزت د اخوان المسلمین د عام مرشد مرستیال

د یوتیوبرعبدالله الشریف له لوري د ډاکټر محمود عزت په اړه یوه په زړه پوري او ارزښتناکه معلوماتي ویډیو خپره سوې ده. ډاکټر محمود عزت د اخوان المسلمین د عام مرشد مرستیال وو او واکمنو (د مصري دیکتاتور مزدورانو) د هغه په اړه یو رمضاني سریال هم جوړ کړی وو چي په هغه سریال کي ئې ډېر دروغ را غونډ کړي ول.

په دې خپرونه کي دا ټکی هېر سوی چي د ډاکټر محمود عزت د اوو کلونو مخفي ژوند څومره حیرانوونکی وو؛ سره له دې چي د هغه د موندلو په موخه ډېري امنیتي هڅي ترسره کېدې او د تعقیب تر ټولو نوې ټکنالوژي کارول کېده؛ آن نړئـوالو ادارو هم پکې برخه لرله. خو ډاکټر عزت په همدې موده کي د قاهرې په زړه کي اوسېده، نه ئې بڼه بدله کړه او نه ئې ږیره وخرېـیله.

لنډه دا چي ده اوه کاله د کورنیو او نړئـوالو امنیتي ادارو ذهنونه گډوډ ساتلي ول آن تر دې چي وروسته ئې خپله احتیاطي تدابیر لږ نرم کړل او بالاخره یوه سړي د ده په اړه راپور ورکړ؛ ځکه د ده د کور مخ ته ئې موټر مینځی. د ده د پټېدو په موده کي ډېرو خلکو ادعا کوله چي گواکي دی د امنیتي ادارو په لاس کي دئ یا په غزه، ترکیه او یا به هم ایران کي اوسېږي؛ ځکه عام ذهنیت دا خبره نسوه درک کولی چي په مصر کي تر ټولو ډېر مطلوب کس دي وکولی سي د دومره کلونو لپاره د قاهرې په زړه کي خوندي پاته سي؛ په داسي حال کي چي د ده د نیولو هڅي کله هم نه دي درېدلې.

ویل کیږي چي ډاکټر عزت هغه څوک وو چي د تاوتریخوالي د بې‌ مهاره هڅو پر وړاندي مقاوم پاته سو؛ هغه هڅي چي د نهضت له منهج سره په ټکر کي وې؛ نه لکه څنگه چي مکار واکمن ئې په اړه ادعا کوي چي گواکي ده هماغه د تاوتریخوالي عملیات رهبري کول...

نور په لینک کي:

https://youtu.be/ioKszXT5u44?si=qGH921WWd_a8k60w