زړې کوزې هم په جوش راغلې !!
په جمهوريت کې ځينو غرب پالو ناول نګارانو د جها..د د رنګین دور خلاف ناولونه وليکل ، دا ډول ليکوالان د سرکار د حمايت وړ ځکه ګرځېدل چې جمهوريت اساساً د همدې لپاره جوړ شوی ؤ چې په جها...د او مجا...هدينو خاورې واړوي او په ځای یې د نجيب په څېر ملحدان ، هېروګان معرفي شي ! دې سناريو له تاريخ نه ناخبر ځوانان له مجا...هدينو سره په معارض دريځ ودرول ! څوک يې د کمونيست نجيب مداحان کړل او څوک يې د ټيک ټاک د بربنډو اداکانو په سټېج و درول !
د انګریزانو تر ماتې وروسته هم ليکوال قشر د غرب په ګټه استعمال شو ، مجا...هدين يې حاشيې ته يووړل او د هېواد د آزادۍ خلعت يې په پرديو پورې تړليو هېروګانو ته ور په تن کړ!! څو کاله وروسته به ليکوال بيا هم دېته هڅول کېږي چې تښتېدلي « بابا» ته د هېرو او بي بي ګل ته د نازو انا په څېر القاب وکاروي !
موده وړاندې مې ولوستل چې عبدالباري جهاني د سيد جمال الدین افغان له شخصيت او ځينو مذهبي مسايلو سره معارض برخورد کړی ، حتا کتاب يې پرې ليکلی ، او ، اوس دادی له تراويح لمونځ نه انکار کوي ... !! که څه هم نوموړی او سليمان لايق د خلق او پرچم ګوندونو نماينده شاعران ول ؛ خو له تاريخ نه ناخبر ځوانان شايد د چا د محکومولو لپاره د نوموړي په کتاب حوالې ور کړي ! يو مهال د پرچم ګوند اوله خدای نه منکر« نظام الدين تهذيب » د لېسې دورې شاګردانو ته تفسير وکيښ او بيا يې په سرکار ومنله چې په نصاب کې يې شامل کړي !! بدمرغي داده چې مسلمان ليکوال ته نه لابيګري کېږي او نه له خپلو اقتصادي ستونزو ورخلاص دی ؛ ځکه خو ميدان شغالي او د شرق او غرب نماينده ليکوالانو ته خلاص دی ! زه نه وايم چې د مسلمانانو نيمګړتياوې دې قلمبند نه شي ؛ خو د عبدالباري جهاني په څېر ليکوال ( چې ثواب يې د مسلمان له ګناه سره برابر نه دی )، نه په چا علمي نقد کولی شي او نه يې ليکنې له غرض او مرض نه خالي دي ، پر مذهبي ډلو او مذهبي مسايلو يا د کوم مذهبي شخصيت پر کتاب که مشهور علمي خلک نقد وليکي ، شايد توجيه شي ؛ خو د خلقيانو نماينده شاعر يې له دا ډول ليکنو سره څه!! هغه چې د قرآن يو آيت سم لوستلی نه شي ؛ څنګه پر ديني مسايلو د نقد جسارت کوي !!
دردناکه دا هم ده چې د جهاني کتاب او فتواوو د توجيه لپاره يو شمېر نيمچه ملايان هم تبليغ کوي ، دا هغه خبره ده چې وايي ؛
« کفری که از کعبه خیزد، کجا ماند مسلماني » !