استاد محمد زمان مزمل ته پرانيستی ليک - له نجيب سره د پټو مذاکراتو ترشا - درېيمه برخه

مارچ 2, 2026 - 13:26
 0  11
استاد محمد زمان مزمل ته پرانيستی ليک - له نجيب سره د پټو مذاکراتو ترشا  - درېيمه برخه

حقيقت دادی چې نجيب د مذاکراتو پرمېز تر آخره پورې له خپلو شرايطو تېر نه شو ، حتا د قدرت په وروستيو شېبو کې يې هم ؛ وړانديز دا ؤ چې د مجا..هدينو او کمونيست نظام  تر منځ ائتلافي حکومت را منځته شي او د خلق ډيموکراتيک ګوند په رسميت و پېژندل شي !! . دا داسې شرايط وو چې نه يې منل مشروع ؤ ، او نه ورسره بحران حل کېدو . که له هغه سره په ائتلافي حکومت موافقه شوې وای ؛ د جهاد مشروعيت به تر سوال لاندې راغلی ؤ ؛ او د مجاهدينو ترمنځ به سلګونه فاجعې را منځته شوي وې . ستا خو په ياد دي چې د نجيب د را پرځولو لپاره د شهنواز تڼي له پوځي اقدام سره څومره غوغاوې را پورته شوې ؛ حتا تاسې هم پرې مانېجن شوئ ؛ سره له دې چې د تڼي نظامي اقدام د ائتلاف  په معنا نه ؛ بلکې د نظام د سقوط په معنا ؤ ؛ خو نه پرې د جها..دي مشرانو اجماع رامنځته شوه ؛ او نه يې مسلمانان له پېغوره خلاص شول !! له جها. دي مشرانو سره د پوځيانو د اقدام خبره تر يو حده ځکه شريکه شوې وه چې تر بري وروسته يې د جها..ي ډلو ترمنځ جنجالونه را ولاړ نه شي ؛ خو دردناکه دا وه چې مجددي صیب يې جزئيات تر نجيب پورې ورسول ؛ ځکه خو کودتا ناکامه شوه . !!

که له نجيب سره پر ائتلافي حکومت موافقه شوي وای ؛ څومره ناورينونه به يې را منځته کړي وو !!

نن به تاريخ همدا خبره کوله چې مجا..هدينو د منصب يا مقام د احراز لپاره د يو مشروع نظام پر خلاف بغاوت کړی ؤ ؛ نه نجيب کافر ؤ او نه يې نظام له شرعي پلوه نامشروع !!

له تا هم ځکه ګيلې او شکوې را منځته شوې چې نجيب دې د لمانځه سړی و باله ؛ هغه نجيب دې « نجيب الله » کړ چې له خپل نوم سره يې د الله نوم هم پر ځان نه لوراؤ ؛ خپل جنرالان يې وايي چې هغه ټولو ادارو ته په متحد المال ډول پيغام  واستاؤ چې د نجيب له نوم څخه د الله نوم حذف کړي ، او يوازې نجيب ورته ووايي !!

که تاته دا خبره مبالغه ښکاري ؛ نو د جنرال عزيز احمد عزيزي

 « افغانها » په نوم کتاب ولوله ، نوموړی د ډاکتر نجيب په نظام کې برحال جنرال ؤ . که د هغه خبره هم مؤجه نه ګڼې ؛ د ورور مرکه يې واوره ؛ چې وايي : « نجيب د خپل شخصي خصوصيت له لحاظه يو زشت انسان ؤ ، او اوس که انساني ماسک پر خپل مخ باندې غوړوي ، د شوروي مستشارانو له خوا ورته ويل شوي دي ، هغه د خاد رياست په وخت کې د درنده په څېر عمل کړی دی ، حتا د خلکو شخصي ملکيتونو ته يې لاس اوږد کړ او خلک يې دومره په عذاب کړل چې خپل وطن ته يې شا کړه او له وطن نه د باندې ووتل ....  » !!

که نور هم مؤثق اسناد غواړې ؛ د ورېندارې ( ثريا بها) مرکه هم

واوره چې وايي : « نجيب مسلمان نه ؤ ؛ او د قرآن پاڼې يې تشناب ته واچولې .... » !!

زه به له دې مقالې له بشپړېدو وروسته د هغوی دواړو مرکې هم خپرې کړم ؛ وا يې وره او بيا د يو رياليست په توګه ووايه چې نجيب د لمانځه سړی ؤ او که نه .

ملت په تاپسې هم ځکه توپان را ولاړ کړ چې نجيب دې نجيب الله کړ ؛ د لمانځه سړی او سولې سفير دې معرفي کړ ؛ دنيا ته دې دا سند ورکړ چې افغانانو د يو مسلمان سړي په وړاندې بغاوت کړی ؤ !!

نو که ستا له دې ډول لفظي او غير عمدي سهوې سره دومره لوی توپان را ولاړ شو ؛ له نجيب سره به د ائتلاف توپان کومې فاجعې زیږولې وې !

ددې مقالې پاتې برخه په بله ګڼه کې ولولئ