دې مظلوم امت ته د دوی مېړانه د اوړو پوزه ده
د حزب التخریب او نورو افراطي ډلو په څېر ځانونه مه جوړوئ! هغوی شهداؤ ته هم په خپلو تعزیت پاڼو کي پېغورونه لیکي او د محکومو انسانانو د خولو پېښې کوي. دا مطلق کمــظرفي ده.
د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه اي یو مثبت کار دا وکړ چي تبراء (د صحابه وو رض په شان کي گستاخي) ئې ناروا وبلله او رسمي فتویٰ ئې صادره کړه؛ د اسلامي امت د دې ستري شخړي د له منځه وړلو یا حداقل کمولو په موخه یو ادنیٰ اقدام هم ډېر ستر کار دئ؛ که څه هم د ایران د اسلامي انقلاب د مشر روح الله خمیني په کتابونو کي یاد کار سته... خو ده برعکس رد کړه؛ دا کار ئې د ستایلو دئ.
بل کار ئې د شیعي او سني اختلافاتو په اړه حد اقل علني موقف دا غوره کړی چي په زغرده وایي چي دې اختلافاتو ته استعمار هوا ورکوي؛ او یقیناً همداسي ده. که څه هم یادي دعوې او غوښتني په پوره توگه عملي سوي نه دي. بدبختانه چي تر ده وړاندي په شیعي بلاک کي همدومره جسارت هم چا نسو کولی.
هدف مي دا دئ چي ووایم: مسلمان باید منصف او معتدل وي؛ د اختلاف او ملاتړ ځای او محل وپېژني؛ دا چي نن جگړه د الله د دښمنانو او ایران تر منځ ده؛ ټوله کفري نړۍ د عرب خاوري په کارولو سره پر ایران را پورته سوي؛ موږ گورو چي د ملعون قام الوتکي او میزائلونو د عربانو پر سرونو را تېرېږي او آن د هغوی چلتارونه رپوي او ایران بمبارد کوي! په داسي حساس وخت کي به منصف مسلمان د چا په طرف کي ودرېږي؟!! عربان به دا شرم څنگه پټ کړي؟!!
دا ۸۶ کلن سپین ږیری نن د غیرت مجسم انځور وړاندي کوي؛ د بې مهاره ځواک په دې بې رحمه نړۍ کي د فرعون په مقابل کي دومره مېړانه د مظلومي مقدسي زمکي له اتلانو پرته بل څوک نسي کولی! قیادي مشران ئې ترور سول، ۱۲ ورځي پرلپسې بمبارد سول؛ حتیٰ نن شپه ۲۰۰ د پنځم جنرېشن قوي الوتکي په گډه له آسمانه اور پر اوروي؛ خو دوی د میدان پرېښودلو، زارۍ کولو او یا عرب دیکتاتورانو په څېر له پټېدلو پناه غوښتې او زورور مقاومت کوي. موږ ولیدل چي صدام څنگه پټ سو او د ایران د یوې ورځي مقاومت ئې ونسو کولی؛ هغه ته نن ځیني اتل وایي خو دې زړور سپین ږیري ته بیا د ملعون قام دوست؟؟؟ جالبه دعوه نه ده؟!
ایراني مظالم پر خپل ځای او په اسلامي نړۍ کې نیابتي جگړي انتهائي ستر وحشتونه ول او هغه جرائم ئې نه د هېرولو دي او نه د بخښلو... پر دې اختلافاتو مو ډېر بحثونه کړي؛ هغوی مو نقد کړي؛ دلته دي څوک په کمنټ کي هغه کیسې نه مطرح کوي ځکه دا ئې وخت نه دئ...
رب دي ایران له دې امتحان نه سرلوړی او فاتح اوباسي؛ دې مظلوم امت ته د دوی مېړانه د اوړو پوزه ده؛ حد اقل ویلی سو چي امت لا هم مړ نه دئ.