د اسلامي امت خاوره او پيسې چې مستقیماً د اسراییلو په ساتنه کې مصرفیږي
د امریکايي دفاعي شنونکو په اساس دا شبکه تقريبا اکثريت اوسمهال په ايراني توغندیو تباه شوي.
په تېرو څو لسیزو کې د متحده ایالات پوځ په خلیجي سیمه کې د پرمختللو راداري او توغندیو د کشف یوه پراخه شبکه جوړه کړې ده. د دې شبکې مهمه ځانګړنه دا ده چې ډېری ستراتیژیک رادارونه د خلیج په شتمنو هېوادونو کې ځای پر ځای شوي، خو د هغوی د جوړولو، ساتنې او عملیاتو د لګښت لویه برخه همدغو کوربه هېوادونو ورکوي. دا سیستمونه د امریکا د نړیوال دفاعي ستراتیژۍ برخه ده او په عین حال کې د سیمې د ځینو متحدینو په ځانګړې ډول اسراييلو د امنیت لپاره هم کارول کېږي.
په خلیج کې تر ټولو مهم راداري سیستم د العدید هوايي اډه ته نږدې په قطر کې نصب شوی ستر رادار دی چې د AN/FPS-132 early warning radar په نوم پېژندل کېږي. دا یو ستراتیژیک او د اوږده واټن د خبرتیا رادار دی چې د زرګونو کیلومترو په فاصله کې د بالستیک توغندیو حرکت کشف کولای شي. دا سیستم د توغندي د الوتنې په لومړیو شېبو کې د هغه د مسیر، سرعت او احتمالي هدف په اړه معلومات راټولوي او د امریکا دفاعي قومندانۍ او متحدینو ته سمدستي خبرداری ورکوي.
په متحده عربي امارات کې بیا د AN/TPY-2 radar سیستمونه ځای پر ځای شوي دي. دا رادارونه عموماً د THAAD missile defense system برخه وي او د منځني واټن او اوږده واټن بالستیک توغندیو د تعقیب لپاره کارول کېږي. دغه سیستمونه د توغندیو د دقیق مسیر معلومولو توان لري او کله چې یو توغندی کشف شي، نو معلومات سمدستي د دفاعي سیستمونو مرکزونو ته لېږدوي څو د مخنیوي اقدام ترسره شي.
ورته پرمختللي رادارونه په سعودي عربستان کې هم د امریکا په پوځي اډو کې نصب شوي دي، په ځانګړي ډول د Prince Sultan Air Base په شاوخوا کې. دغه رادارونه د خلیج د دفاعي شبکې یوه مهمه کړۍ ده او د سیمې د هوايي فضا او توغندیو د حرکت د څار مهمه دنده ترسره کوي. د دې شبکې معلومات د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ او د سیمې له نورو متحدینو سره شریکېږي.
د دغو رادارونو اصلي وظیفه یوازې د یوه هېواد دفاع نه ده. دا سیستمونه د یوه پراخ دفاعي چتر په توګه کار کوي چې د امریکا، د خلیج د متحدینو او ځینو نورو شریکانو امنیتي اړتیاوې پوره کوي. د دې شبکې له لارې د سیمې په فضا کې هر ډول بالستیک توغندی، د کروز توغندی یا احتمالي هوايي ګواښ په لنډ وخت کې کشف کېږي، مسیر یې تحلیل کېږي او د دفاعي سیستمونو لپاره دقیق معلومات برابریږي. همدغه ډول يو رادار اردن او واړه رادارونه په کويټ او بهرين کي هم شتون لري
همدارنګه دا راداري شبکه د څو لسیزو راهیسې د اسرائیل د امنیت په دفاعي جوړښت کې هم په مستقیم خو مهم رول لري. ځکه چې د خلیج په لور نصب شوي دا رادارونه د منځني ختیځ ختیځ او شمال ختیځ فضا څاري. که د سیمې له کوم لوري څخه بالستیک توغندی یا اوږده واټن الوتکه پورته شي، نو دغه رادارونه یې د الوتنې په لومړیو پړاوونو کې کشف کوي او معلومات یې د امریکا د نړیوالو قومندانيو له لارې د اسراییلو دفاعي شبکو ته هم رسېږي. په همدې اساس د اسراییلو دفاعي سیستمونه لکه Arrow missile defense system او Iron Dome مخکې له مخکې خبرداری ترلاسه کوي او د مقابلې لپاره چمتو کېږي.
په حقیقت کې د خلیج دغه راداري شبکه د منځني ختیځ په فضا کې د یوه پراخ الکترونیکي څار سیستم په څېر عمل کوي. دا سیستم نه یوازې د خلیجي هېوادونو هوايي فضا څاري، بلکې د زرګونو کیلومترو له واټن څخه د توغندیو او الوتکو حرکت تعقیبوي او د سیمې د امنیتي معادلو په ټاکلو کې مهم رول لوبوي. په زړه پورې ټکی دا دی چې که څه هم دا ستراتیژیک سیستمونه د متحده ایالات تر قوماندې لاندې فعالیت کوي، خو د هغوی ، د جوړولو او ساتنې لوی مالي بار بیا هم د قطر، متحده عربي امارات ، کويټ ،بهرين او سعودي عربستان په څېر بډایه خلیجي هېوادونه پر غاړه اخلي.
په همدې توګه د څو لسیزو په اوږدو کې دا شبکه د سیمې په امنیتي جوړښت کې داسې موقعیت ته رسېدلې چې د منځني ختیځ د هوايي او توغندیز تحرکاتو په اړه لومړنی خبر ډېر وخت له همدې رادارونو څخه ترلاسه کېږي.