امريکا: د یوه فرد له منځه وړل د ټول سیسټم د سقوط ضمانت نه شي کېدای

مارچ 14, 2026 - 10:36
 0  30
امريکا: د یوه فرد له منځه وړل د ټول سیسټم د سقوط ضمانت نه شي کېدای

د امریکا د استخباراتي ادارو په یوه تحلیلي ارزونه کې دې پایلې ته رسېدلي چې یوازې پوځي فشار او حتی پراخ پوځي بریدونه هم په ایران کې د سیاسي نظام د بدلون لپاره کافي نه ګڼل کېږي. د راپور له مخې چې د واشنګټن پوسټ له خوا خپور شوی، د امریکا د استخباراتي ټولنې متخصصینو د ایران د سیاسي جوړښت، امنیتي بنسټونو او ټولنیزو شرایطو ژوره ارزونه کړې او دې نتیجې ته رسېدلي چې د دغه هېواد موجود نظام داسې څو پوړیزه سیاسي او امنیتي جوړښت لري چې یوازې بهرني پوځي فشار یې په اسانۍ نه شي نسکورولای.

په دې ارزونه کې ویل شوي چې د ایران سیاسي جوړښت یوازې د یوې څېرې یا یوه محدود قدرتي حلقې پورې محدود نه دی، بلکې د څو مهمو بنسټونو ترمنځ د واک په یوه منظمه شبکه ولاړ دی. د ایران تر ټولو لوړ سیاسي او مذهبي مقام د علي خامنیي په لاس کې وه، خو د تحلیل له مخې حتی که د مشرتابه په کچه بدلون هم رامنځته شي، د دولت اداري او امنیتي جوړښتونه داسې تنظیم شوي چې د واک د دوام امکان وساتي. دا معنا لري چې د یوه فرد له منځه وړل د ټول سیسټم د سقوط ضمانت نه شي کېدای.

شنونکي وایي چې د ایران حکومت د امنیتي او پوځي بنسټونو لکه د انقلابي ځواکونو، استخباراتي ادارو او پراخ اداري سیستم له لارې د دولت پر جوړښت قوي کنټرول لري. دغه بنسټونه د څو لسیزو په اوږدو کې داسې پیاوړي شوي چې د بهرني فشار او سیاسي کړکېچ پر مهال هم د دولت د بقا توان ولري. د همدې لپاره د امریکا استخباراتي ارزونې ټینګار کوي چې د نظام بدلون عموماً هغه مهال رامنځته کېږي چې د بهرني فشار تر څنګ د حکومت دننه ژور اختلافات، اقتصادي سقوط او پراخ ولسي پاڅون هم موجود وي، خو د موجودو ارزونو له مخې داسې شرایط تر اوسه په هغه کچه نه دي رامنځته شوي.

خو د دې موضوع تر ټولو مهم اړخ چې د ډېرو شنونکو پام یې ځان ته اړولی، د ایران د سیاسي نظام ایډیالوژیک یا نظریاتي ماهیت دی. د تحلیلونو له مخې د ایران اوسنی سیاسي جوړښت یوازې یو اداري حکومت نه دی، بلکې د یوې ځانګړې سیاسي ـ مذهبي مفکورې پر بنسټ ولاړ دی چې د ۱۹۷۹م کال د ايراني انقلاب له بدلونونو وروسته رامنځته شو. دغه نظام ځان یوازې د یوه دولت په توګه نه بلکې د یوې مفکورې د ساتونکي په توګه تعریفوي، او همدا نظریاتي بنسټ د هغه د سیاسي مقاومت یوه مهمه سرچینه ګرځېدلې ده.

د امریکا د ځینو څېړنیزو مرکزونو لکه Brookings Institution او Washington Institute for Near East Policy کارپوهان باور لري چې د ایران مشرتابه د امریکا پر وړاندې تسلیمېدل یوازې یوه سیاسي پرېکړه نه ګڼي، بلکې دا موضوع د دوی له ایډیالوژۍ او تاریخي روایت سره تړلې ده. د دې تحلیل له مخې د ایران د سیاسي روایت یوه مهمه برخه دا ده چې ځان د بهرني فشار پر وړاندې د مقاومت سمبول وبولي. همدا لامل دی چې د حکومت ډېری تصمیمونه یوازې د لنډمهاله سیاسي ګټو له مخې نه بلکې د اوږدمهاله نظریاتي دریځونو له مخې ارزول کېږي.

په همدې اساس، ځینې شنونکي باور لري چې کله یو نظام د نظریاتي هویت پر بنسټ جوړ شي، نو د بهرني فشار پر وړاندې یې د مقاومت ظرفیت هم زیات وي، ځکه چې د هغه مشروعیت یوازې د اقتصادي بریاوو یا سیاسي امتیازاتو پورې نه وي تړلی، بلکې د یوې مفکورې، تاریخي حافظې او سیاسي روایت له لارې هم تقویه کېږي. د همدې لپاره د امریکا د استخباراتي ارزونې عمومي نتیجه دا ده چې د ایران د سیاسي راتلونکې په اړه هر ډول بنسټیز بدلون به تر ډېره د هېواد د داخلي سیاسي تحولاتو، ټولنیزو حرکتونو او اقتصادي شرایطو له بدلون سره تړلی وي، نه یوازې د بهرني پوځي فشار له لارې.