د امریکا د ولسمشرانو په سیاستونو کې د ډانلډ ټرمپ توپیر.!
د ډانلډ ټرمپ اداره او د امریکا د نظام ځانګړی سیستم داسې انګېرل کېږي چې د واک او کنټرول موضوع پکې ډېره پېچلې ده. ګڼ شمیر خلک باور لري چې په ځینو مواردو کې چارې د قانون له چوکاټ څخه بهر ترسره کېږي او د «Check and Balance» اصل په بشپړ ډول نه عملي کېږي.
همدارنګه داسې ښکاري چې د امریکا دواړه لوی سیاسي ګوندونه او یو شمېر سیاسي مشران په دې اندېښنه کې دي چې د ټرمپ سیاستونه او پالیسۍ ممکن امریکا او د هغې متحدین له ستونزو، او حتی له احتمالي زوال سره مخ کړي.
حقیقت دا دی چې ډانلډ ټرمپ یو مشهور، شتمن او ملي میلیاردر دی، خو په سیاسي برخه کې یې دومره پراخه تجربه نه لرله. ځینې خلک هغه کمعقله یا بې ثباته ګڼي او باور لري چې هغه د امریکا په څېر لوی هېواد په مؤثره توګه نشي متحدولای. د دوی په اند، د هغه سیاستونه د ټولنې د وېش لامل شوي دي. خو دا نظر په بشپړه توګه د منلو وړ نه دی؛ ځکه چې ټرمپ اکثره وخت هغه څه وايي چې په زړه کې لري، که ښه وي او که بد، که محرم وي او که غیرمحرم، او خپل نظرونه د رسنیو له لارې خلکو ته په ښکاره وړاندې کوي.
له همدې امله، ځینې سیاسي مشران چې نه غواړي ټول معلومات له ولس سره شریک شي، شاید اندېښنه ولري چې د داسې څرګندو خبرو له امله خلک د حکومت او نظام پر وړاندې حساس او ملي پاڅون ته اړ شي او حتی د نظام پر وړاندی ولسي فشار احتمال زیات شي.
شاید د امریکا په تاریخ کې د ټرمپ په څېر ولسمشر کم وي چې دومره ښکاره او بې پرده خبرې یې کړې وي. د هغه په دوره کې، ډېر امریکایان د حکومت او نظام له ځینو پټو غیری قانوني کړنو او واقعیتونو سره بلد شول. ځینې خلک باور لري چې هغه داسې موضوعات روښانه کړل چې پخوا پټ ساتل کېدل، او خلکو ته یې دا احساس ورکړ چې حکومت او سیاسون څنګه غیری قانوني پرېکړې کوي.
پخوا نورو ولسمشرانو خپل سیاستونه په ډېر منظم او تر ډېره پټ ډول پر مخ وړل، او ډېر حقایق به له خلکو پټ پاتې کېدل. منتقدین وايي چې خلکو ته به کافي فرصت نه ورکول کېده څو د دغو پالیسیو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي.
اوس مهال ځینې خلک باور لري چې د ټرمپ په اداره کې ډېر څه خلکو ته روښانه شول، او هغوی پوه شول چې د امریکا یو شمېر امکانات د بهرنیو اهدافو لپاره کارول کېږي، او آن ځینې وخت د دې سیاستونو انساني لګښتونه هم موجود وي.
په هر حال په سیاسي ډګر کې، ټرمپ وتوانېد چې د خپلو ملاتړو په وسیله دواړه ګوندونه تر فشار لاندې راولي او یو څه یې منزوي کړي. هغه هم په سپینه ماڼۍ کې واک لري او هم یې په کانګرس کې د پام وړ نفوذ ترلاسه کړ. ځینې خلک دا هم باور لري چې یو شمېر پیاوړي او پټ سیاسي ځواکونه ورسره ولاړ دي، څو ډانلډ ټرمپ د خپلو سیاسي او مذهبي موخو لپاره وکاروي.
له بلې خوا، د امریکا سیاسي ګوندونه، په ځانګړي ډول ډموکراتان، هڅه کوي چې په راتلونکو د استازو مجلس (هاوس) ټاکنو کې بریالي شي. که هغوی په دې مجلس کې اکثریت ترلاسه کړي، نو ممکن د قانون له مخې د ټرمپ پر ضد د استیضاح (امپیچمنټ) بهیر پیل کړي.
حتی د ټرمپ اداره او یو شمېر سیاسي څېرې دا اندېښنه څرګندوي چې که ډموکراتان په راتلونکو ټاکنو کې بریالي شي، نو ټرمپ او د هغه کابینه به له جدي سیاسي فشارونو او احتمالي ګواښونو سره مخ ش