د افغانستان لپاره د چین اقتصادي فرصتونه او د اغېزمنې استفادې اړتیا.!

اپریل 8, 2026 - 18:26
 0  17
د افغانستان لپاره د چین اقتصادي فرصتونه او د اغېزمنې استفادې اړتیا.!

موږ، لکه د نورو افغانانو په څېر، له ۱۹۹۶ کال راهیسې په چین کې له بېلابېلو ملي او نړیوالو تجارتي او تولیدي شرکتونو سره سوداګریزې اړیکې لرو. دا مهال هم په چین کې یو او د دغه هېواد له یوه لوی تجارتي او تولیدي شرکت څخه رابلل شوي یو. له نږدې څخه مو ولیدل چې چین څنګه په چټکۍ سره د عصري او پرمختللې ټکنالوژۍ او تخنیک پر لور روان دی. د دغه هېواد پرمختګ دومره پراخ او ژور دی چې انسان ورته حیران پاتې کېږي.

حقیقت دا دی، هر هغه هېواد چې قوي صنعت او پرمختللې کرنه ولري، په لنډ وخت کې اقتصادي ودې ته رسېږي. چین په تېرو درېیو لسیزو کې د همدې اصل پر بنسټ د پام وړ پرمختګ کړی او نن د نړۍ له سترو اقتصادي قدرتونو څخه شمېرل کېږي.

نو په دې اساس، د افغانستان د ملي سوداګرو لپاره چین یو طلايي فرصت بلل کېدای شي. اساسي پوښتنه دا ده چې څنګه کېدای شي له دې فرصته اغېزمنه استفاده وشي او هېواد له روان اقتصادي بحران څخه راووځي؟

زما په اند، اوس دې ته اړتیا ده چې د افغانستان حکومت ژر تر ژره د ملي سوداګرو لپاره ځانګړې سوداګریزې پالیسۍ  او عملي اسانتیاوې برابرې کړي. دا پالیسۍ باید داسې طرحه شي چې افغان سوداګر وکولای شي په اسانۍ سره له چینایي بازارونو، ټکنالوژۍ او پانګونې څخه ګټه واخلي، د هېواد دننه تولیدات پیاوړي کړي او د وارداتو پر ځای د کورنیو تولیداتو بنسټ کېږدي.

سره له دې، د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا هم حیاتي اهمیت لري. په ځانګړې توګه، د وخت اړتیا ده چې په بیجینګ کې یو مسلکي، با تجربه او څو اړخیز استازی موجود وي؛ داسې استازی چې هم سیاسي درک ولري او هم د اقتصاد، سوداګرۍ، نړیوالو قوانینو او پالیسۍ په برخه کې ژوره تجربه ولري.

دغه استازی او د سفارت اړوندې ادارې باید له افغان سوداګرو سره دوامداره اړیکه وساتي، د هغوی پوښتنو او ستونزو ته پر وخت ځواب ووایي، او د قانوني او اداري خنډونو په حل کې عملي مرسته وکړي. فعال تجارتي اتشې، چټک اداري خدمات او د معلوماتو شفاف لاسرسی کولای شي د سوداګرو باور زیات او اقتصادي فعالیتونه پراخ کړي.

په نړیواله کچه، سفارتونه د ولسونو د استازیتوب کورونه بلل کېږي؛ نو ښه به دا وي چې په دغو بنسټونو کې فعال، مسلکي او ځیرک کسان وګمارل شي، تر څو د هېواد د اقتصادي او سیاسي ګټو په ساتنه کې اغېزمن رول ولوبوي.

په اوسني وضعیت کې، چین د افغانانو لپاره یو مهم اقتصادي فرصت دی. که له دې فرصته په سمه توګه استفاده وشي، نو هېواد شاید په نسبي ډول په لنډ وخت کې اقتصادي ثبات ته ورسېږي.

په پای کې، باید وویل شي چې د پرمختګ موخه یوازې شخصي ګټه نه ده، بلکې د هېواد او ولس هوساینه ده. که څه هم ډېری سوداګرو خپل کاروبارونه او د ژوند چارې تنظیم کړې دي، خو دا د حکومت مسؤلیت دی چې د خلکو لپاره د کار، زده‌کړې، صنعت، کرنې او سوداګرۍ مناسب شرایط برابر کړي او هېواد د پایدار اقتصادي پرمختګ پر لور رهبري کړي.

یادونه: له بده مرغه د نړیوال اقتصادي پرمختګ په لیدلو سره، انسان ته په خپل هېواد او ملت باندې ژوره اندېښنه او درد پیدا کېږي.!