نړۍ کي د اشرارو وحدت او همغږۍ او د مسلمانانو بې تفاوتۍ او سرګمۍ

نومبر 23, 2025 - 19:54
 0  15
نړۍ کي د اشرارو وحدت او همغږۍ او د مسلمانانو بې تفاوتۍ او سرګمۍ

جمال الدين حکمتيار

 

نړۍ کي د اشرارو وحدت او همغږۍ

او د مسلمانانو بې تفاوتۍ او سرګمۍ

ته انسان حيران پاتې شي.

يقيناً چي مونږ  د اسلامي امت پر ځاى نړۍ وال قبرستان کي اوسيږو.

يوې خواته وحشتونه او ظلمونه، بې عدالتۍ او نارواوې، فقر او لوږه، وينې او ټوټه بدنونه، د مظلومو دردونه او فريادونه، چغې او آهونه، سترګې يې له ليدو عاجزه

بلې خواته ضميرونه مړه، همتونه مړاوي، قدمونه بزدله، خولې قلفې، لاس او پښې فلجې، سترګې ړندې، غوږونه کاڼه، برنامې تش خيال پلونه، بنډارونه ګرم، د عمل ميدانونه تش ډاګونه، هرې خواته کش پش او فيشنونه، هر څوک د خپل کورګي او دنياګۍ اسير او غلام، نظرونه او فکرونه لنډ، په دنيوي زيوراتو تش افتخارونه، بې معنى نمايشونه، بې هدفه لنډ مزلونه