د انتقاد د ارزښت او د هغه د مخنیوي ناوړه پایلې

دسمبر 1, 2025 - 21:45
 0  18
د انتقاد د ارزښت او د هغه د مخنیوي ناوړه پایلې

انسان د خپل فطرت له مخې بشپړ مخلوق نه دی؛ د ده فکر، عمل، او قضاوت تل د تېروتنو سیوری بدرګه کوي. د همدې نیمګړتیاوو په لیدو کې د انسانیت حکمت په دې کې نغښتی دی چې د یوې سالمې ټولنې لپاره د انتقاد دروازې تل باید پرانیستې وي. انتقاد د ټولنیز شعور یوه رڼا ده چې د ناسمو کړنو تیاره پرې لګیږي، او د هغو پټ زخمونو مخه نیسي چې د وخت په تېرېدو سره د فساد، استبداد او ټولنیز زوال لامل کېږي.

انتقاد د انسان د تکامل د سفر همراز دی. هر هغه ټولنه چې د نظر د تبادلې، پوښتنې او اصلاح کلتور ونه لري، د یوه ساکن حوض مثال پیدا کوي، چې اوبه نه لري، او د پنجرېدو بوی یې ورو ورو د خلکو د شعور په فضا خپرېږي. خو هغه ټولنه چې انتقاد ته ځای ورکوي، د یوې روانې ویالې په څېر وي چې اوبه یې تازه وي، جریان ولري، او ژوند ورسره نښلول شوی وي.

انتقاد – د ټولنیز وجدان اروا

انتقاد یوازې ګوته نیونه نه ده؛ دا د ټولنې ګډ وجدان دی چې غواړي د تېروتنو د بیا تکرار پر وړاندې غږ پورته کړي. کله چې یو فرد یا اداره تېروتنه کوي، انتقاد لکه یو آیینه ورته درېږي او د حقیقت هغه انځور ورښکاره کوي چې ښایي هغوی یې له تعصب، غرور یا ناپوهۍ له امله نه ویني. همدا آیینه د اصلاح لاره روښانه کوي، او انسان ته د خپل عمل د بیا ارزونې جرئت ورکوي.

که په یوه ټولنه کې خلک د انتقاد وېره ولري، نو دا وېره د ټولنې د ذهني صحت لپاره زهر ګڼل کېږي. د خلکو د خولې تړل، د فکر د پرواز بندول دي، او دا بندښت د استبداد تخم شیندي. او استبداد هغه طوفان دی چې کله را پورته شي، یوازې وګړي نه بلکې ټولنه له ریښو راوباسي.

کله چې انتقاد چوپ شي – ناورینونه راولاړېږي

تاریخ پر موږ شاهدي وايي چې هر هغه وخت چې د انتقاد غږ چوپ شوی، ټولنې د سختو ناورینونو څپه لیدلې ده. کله چې واکمن یا ځواکمن له پوښتنې څخه خوندی شي، د فساد ریښې ژورې کېږي. د خلکو ستونزې پټې پاتې کېږي. حقیقت له منځه ځي، او د دروغو د بادارۍ موسم پیلېږي.

په داسې چاپېریال کې کمزوري غلي کېږي، غلي پیکه کېږي، او پیکه ټولنه په خپل وجود کې د زوال نښې ویني. د نظر د تبادلې نشتون نه یوازې د اجتماعي عدالت د له منځه تلو لامل ګرځي، بلکې د ټولنې د معنوي ارزښتونو بنسټونه هم رنځوي. په پایله کې، بشري ټولنه د ناورینونو، جګړو، بې‌باورۍ او ګډوډۍ په ګړنګ کې غورځېږي.

انتقاد؛ د هیلې او رڼا تسلسل

که انتقاد ته د یوه ستونزمن غږ په سترګه ونه کتو، بلکې د رڼا د یوه څراغ په توګه یې وپېژنو، نو پوهېږو چې دا څراغ تل د اصلاح لاره روښانه کوي. انتقاد موږ ته دا درس راکوي چې د انسان عظمت د دې توان په لرلو کې دی چې خپلې تېروتنې ومني، پرې بیا فکر وکړي، او د ښه والي لپاره د بدلون ګام واخلي.

ټولنې چې انتقاد ته درناوی لري، تل په پرمختګ، عدالت او شعور ولاړې پاتې کېږي. ځکه چې د فکر ازادي د ټولنې د زړه ټکان دی، او انتقاد د همدې ټکان ژبه ده.