موږ تر سوریي کمي ننگوني او کمزوري رقبیان لرو؛ اما د دوی په څېر لاسته راوړني نه لرو
د احمد الشرع یو کال پوره سو؛ آیا ملت به ئې لاسته راوړني هېري کړي؟! له سیاسي او جغرافیایي انزوا نه د سوریې ایستل او د یو کال په لنډه موده کي د ترکیې، سعودي، روسيې او امریکا سره یو ډول متوازني اړیکي عیارول ډېر ستر کمال دئ... دې ته ورته کار نورو سیاسیونو په کلونو کي ترسره کړی؛ حتماً به ځیني وروڼه عرائض ولري خو پر کمال مهارت به ئې سترگي پټول بې انصافي وي.
موږ تر سوریي کمي ننگوني او کمزوري رقبیان لرو؛ اما د دوی په څېر لاسته راوړني نه لرو؛ یقیناً اوسنی نظام د ځینو کمزوریو باوجود ډېري لاسته راوړني هم لري؛ خو په پوره معنیٰ بریالي نسو ورته ویلی... ځکه ځیني ستونزي لا هم مجهولي او بې ځوابه پاته دي. افغان ملت د تجسس له حالته نه دئ ویستل سوی. له سوریې زدکړه مهمه ده؛ موږ به دعوه کوله چي جاپان او افغانستان پر یو وخت آزاد سوي؛ له هغې مسابقې خو ډېر پخوا تښتېدلي یو؛ خو حداقل له سوریې سره د پرتلې له رقابته خو نباید ووځو...
زما لیکني عموماً اوږدې وي؛ وجهه ئې دا ده چي زه لیکني ته مستقل وخت نسم ایستلی؛ چي کله پر کومه موضوع بحث پیل کړم نو د هغې څېړل او توضیح کول وخت وغواړي... د ډېرو مصروفیاتو له وجهي ونه توانېدم د حلب د مبارکو عملیاتو معلومات نشر کړم؛ په دې اړه ډېری ملگري پوښتنه کوي بالخصوص هغه چي د خلیج پر اوضاع خبرېدلو ته تلوسه لري... د حلب پر ناڅاپي عملیاتو ډېری وروڼه اندېښنې لري؛ په همدې تړاؤ په یوه تفصیلي لیکنه بوخت یم؛ البته د اخـ-ـوان المسلمین - سوریه اعلامیه مرسته درسره کولی سي؛ دوی په ډېر جرأتمندانه انداز ایراني سفاکان نقد کړي او د هغوی پر تېښته ئې د خوښۍ اظهار کړی دئ.
د ردع العدوان (له تشدد څخه مخنیوی) عملیاتو په اړه د اخـ-ـوان المسلمین - سوریه نظر:
په همدې شپه یعني د نومبر پر ۲۸-مه د سوریې اخوان المسلمین گوند پر ډېر مناسب وخت خپله قاطعه او جالبه اعلامیه نشر کړه؛ د اعلامیې عنوان ئې په دې تورو کښل سوی وو: د بشار الاسد د ډلو او ایراني ملـ-ـېشو جرمونه... او د تېري د مخنیوي لپاره جگړه.
ورپسې ئې لیکلي ول: د بشار الاسد ډله له جنایتکارو ایراني فرقه ایزو ملېشو سره یو ځای پر آزادو سویو سیمو باندي په خپلو بریـ-ـدونو کي دومره زیاته وړاندي تللې ده چي پر ملکي خلکو بمـ-ـبارۍ کوي او هره ورځ د ښځو او ماشومانو په گډون بې گناه انسانان په شهـ-ـادت رسوي؛ فلهذا د همدغو تکراري او حتی دایمي، پاروونکو او پر ملکي وگړو د پرلپسې وحشیـ-ـانه بمباریو د مخنیوي په پار او د دغو جنایتکارو قاتـ-ـلیـنو له منگولو څخه د سیمي د پاکولو په موخه د تشدد څخه د مخنیوی (ردع العدوان عملیات) جگړه پیل سوه. موږ یعني په سوریه کي د اخـ-ـوان المسلمین گوند مجاهدینو ته د دوی د بریا مبارکي وایو، د هغوی لاسنیوی (مرسته) کوو او هغوی ته د استقامت او ثبات دعاء کوو. تر څو دوی د گراني سوریې وروستۍ ټوټه زمکه لا ازاده کړې نه وي. موږ دوی ته وایو: صبر وکړئ او ثابت قدم اوسئ! بریا یوازي د یوه ساعت صبر دئ او: والله غالب على أمره ولكن أكثر الناس لا يعلمون.