دوه گونی معیار او د انصاف یوې خواته کږه تله!

دسمبر 9, 2025 - 08:37
 0  25
دوه گونی معیار او د انصاف یوې خواته کږه تله!

غرب اسرائیلیانو ته امن غواړي فلسطیني ولس ته نه؛ اسرائیل ته دائمي غړیتوب ورکوي فلسطین ته نه؛ اسرائیلیانو ته سلاوي ورکوي خو فلسطینیانو ته آن د ژوند مجال هم نه پرېږدي؛ د دې پېړۍ ستر قتل د همدوی (غرب) په اشاره، تمویل او پراخ حضور کي ترسره سو. د دوی معیار دوه گونی دئ؛ د یوکرائني پر وینه ژړا خو د فلسطیني پر وینه بیا سودا؛ اسرائیل ته د سلاوو لېږد او له هغوی د میزائلونو رانیول خو فلسطیني مقاومت ته بیا اخطارونه؛ د افغانستان د نجونو پر محرومیتونو د مکر ژړا خو د غزې پر مېرمنو د بمونو باران؛ همغه د الشرع خبره: نړۍ نوره پوهېږي چي ترهگر څوک دي!

د اسرائیل پر خلاف کاریو او قتلِ عام د ملگرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ، امنیتي شوریٰ او نورو نړئوالو سازمانونو متذلذل موقف او د اسلامي نړۍ د درېیمي درجې د کوم هېواد د خلاف ورزۍ پر ضد د دوی درانده فرمانونه پرتله کړئ! له کوم اړخ سره انصاف کېږي او له کوم سره دښمني؟! د ترهگرۍ، خطر، حقوقو او بل هر ډول تعریف لپاره د دوی معیار پرېکړه کوي چي کوم یو ئې ښه او کوم يو ئې بد دئ! همغه دوه گونی معیار چي د نړۍ ورلډ آرډر تطبیق کوي.

د اسرائیلي وزیرانو د بې‌ رحمۍ او وحشت څرگنده ننداره به حتماً مشاهده کړې وي؛ د اسرائیل په کنیسه (پارلمان) کي د یوه داسي قانون مسوده وړاندي سوې چي که تصویب سي فلسطیني بندیان په اعدام محکومولی سي. کله چي د دې مسودې پر سر د بحث لپاره د کورني امنیت توندلاری وزیر ایتامار بن گویر تالار ته داخل سو؛ هغه او د هغه ملگرو د خپلو کوټونو پر کالرونو د دار (اعدام) د رسۍ طلایي نښي لگولي وې. د کنېسې دا غونډه په ځانگړي ژوندۍ خپروني سره فلسطیني بندیانو ته وښودل سوه؛ موخه ئې دا وه چي بندیان ووېرول سي؛ خو د دې پر ځای د زندان دیوالونه د الله اکبر او ثناء په نعرو ولړزېدل. تر دې وړاندي داسي تصویرونه خپاره سول چي دا بندیان د میډیا په حضور کي ځورول سوي؛ خو د نړئوالو بشري حقوقو د ادارو گونگ سکوت او یا په ډېرو کمو مواردو کي متذلذلي اعلاميې د دوی دوه گونی معیار ښه څرگندوي.

نتنياهو د جرمني له سلاکار سره په گډ مطبوعاتي کنفرانس کي وايي: درېیم پړاؤ چي په غـزه کي د "افراطیت له منځه وړل" دي؛ دا کار د ډېرو خلکو په نظر ناممکن وو. البته دا کار په جرمني کي وسو، په جاپان کي وسو، په خلیجي هېوادونو کي ترسره کېږي او په غــزه کي هم ممکن دئ او کېدلی سي. د افراطیت له منځه وړل یعني څه؟! دوی ته ولي څوک نسي ویلی چي تر صهیونیزم بل ستر افراط د بشر په تاریخ کي نه دئ تجربه سوی؟! دا ځکه غرب د همدې افراط د پړسولو او تمویل کولو دنده ترسره کوي؛ دا افراط د دوی له دوه گوني معیار سره اړخ لگوي.

د دوی په قول په افغانستان، ایران، یمن، وینزویلا، کمبوډیا او جنوبي افریقا کي بشري حقوق نقض کېږي او واکمنان ئې له نړئوالو قوانینو سرغړونه کوي خو امریکایي فاشیسټ، اسرائیلي هټلر، مصري دیکتاتور او تونسي غدار بیا د بشر د حقوقو ساتونکي او محافظین دي؛ د سولي جائزو ته همدوی نوماند کېږي؛ نړئوال تعریفونه همدوی جوړوي، پلي کوي او ساتي؛ لعنت په دې دوه گوني معیار.