کله چې د افغانستان برخلیک معامله کېده، ولې افغانان په تیاره کې ساتل شوي ول؟؟

جنوري 3, 2026 - 15:01
 0  53
کله چې د افغانستان برخلیک معامله کېده، ولې افغانان په تیاره کې ساتل شوي ول؟؟

دا چې نن زلمی خلیلزاد څرګندوي چې پخوانی ولسمشر  محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله د دوحې تړون له پټو مضمراتو او هغو توافقاتو بشپړ خبر ول، چې لا تر ننه پورې حتی په امریکا کې هم رسماً نه دي افشا شوي، نو دا پوښتنې په طبیعي ډول د هر افغان په ذهن کې راولاړېږي.

که دا خبره رښتیا وي، نو ولې دا ملت ناخبره وساتل شو؟

ولې هغه ولس چې د جګړې، سولې او نظام اصلي قیمت یې پرې کړی، له حقیقت څخه لیرې وساتل شو؟

ولې پخوانی ولسمشر او ډاکټر عبدالله تر ننه چوپ دي؟ دا چوپتیا د څه مانا لري؟

هغه لویه جرګه چې د پنځه زره بندیانو د خوشې کولو لپاره راوغوښتل شوه، ولې ملت ته د موضوع بشپړ تصویر وړاندې نه کړ؟

ولې پرېکړې وشوې، خو حقایق پټ پاتې شول؟

ولې ولس ته یوازې د «مصلحت» تر نامه لاندې نیمګړې کیسې واورول شوې، خو اصلي معاملې تر پردې شاته وساتل شوې؟

ملت ولې قصداً په پټو سترګو وساتل شو؟

ایا دا ملت دومره ناپوه ګڼل کېده چې د خپل برخلیک د فیصلو د پوهېدو حق ورنه کړل شي؟

بل لور ته، کله چې امارت په مسلسل ډول انکار کوي چې کوم پټ توافقات نشته، نو د خلیلزاد د نننیو دعوو په وړاندې یې ځواب څه دی؟

ولې هغوی هم ملت ته روښانه خبرې نه کوي؟

ولې د «هر څه ښکاره دي» تر شعار لاندې، اصل حقیقت لا هم په تیاره کې پرېښودل شوی؟

که خلیلزاد دروغ وایي، نو لازمه ده چې دواړه لوري ـ هم پخواني مشران او هم اوسني واکمنان ـ په واضح، صریح او مستند ډول د هغه خبرې رد کړي.

او که یې رد نه کوي، نو دا چوپتیا پخپله اعتراف نه دی؟

ملت نور د مبهمو جملو، نیمه‌حقایقو او سیاسي چوپتیاوو توان نه لري.

تاریخ به دا پوښتنې نه هېروي، او راتلونکي نسلونه به پوښتي:

کله چې د افغانستان برخلیک معامله کېده، ولې افغانان په تیاره کې ساتل شوي ول؟؟