پاکستان ته د افغانانو د هجرت لاملونه - دوهمه برخه
تاسې په دغه کليپ کې ګورئ چې حفيظ الله امين په بسم الله الرحمن الرحیم ؛ ملنډې وهي ؛ يعنې د قرآن عظيم الشان د يو مبارک آيت سپکاوی کوي !! د نجيب ورېنداره ( ثريا بها) د کاکتوس پروګرام له چلوونکي سره په مرکه کې وايي : « نجيب د خپلې مور له لاسه قرآن کریم واخيست ؛ پاڼې يې ترې وشکولې او تشناب ته يې خطا کړې... » !! جنرال عزيز احمد عزيزي په خپل کتاب ( افغانها در افغانستان) کې کاږي : نجيب له خدای سره تر دې حده وران ؤ چې حتا له خپل نوم نه يې د الله نوم حذف کړ او خپلو ټولو ملګرو ته يې و ليکل چې هغه ته نجيب الله نه ؛ بلکې يوازې نجيب ووايي .... !!
ورته پېښې د ظاهرشاه د اقتدار په مهال هم را منځته شوې ؛ د هغه په وروستۍ لسيزه کې په پرچم جريده کې
د « مرد نُه زنه » په نوم کارتون خپور شو چې پيغمبر (ع) يې په خورا سپکه بڼه معرفي کړی ؤ !! په ورته مهال بارق شفيعي د يو شعر په ترڅ کې په لينين درود ووايو !! په ۱۹۶۰ زېږديز کال له کمونيزم سره تړلي محمد حسن شريفي پر مټ جوړ شوي فلم کې « فلم بې خدا » نندارې ته وړاندې شو ... ؛ ددې معنا دا وه چې خدای نه شته ؛ او پر خدای عقيده لرل ددې سبب ګرځېدلي چې افغانستان له پرمختګ نه محروم شي !! د ملحدينو په آند قرآن عظيم الشان له ارتجاع سره تړلی بې معنا کتاب ؤ !! دې ډول باورونو په اردو ، ښوونځيو او کابل پوهنتون کې په چټکۍ سره غځونې وکړې ... ؛ ډېري ځوانانو د الحاد لاره و نيوله او له الله او پيغمبر سره يې د جنګ جبهې پرانيستلې... ؛ ددې ډول
« جنګ » يوه بڼه دا وه چې د پوهنتون په ليليه کې ، د مسلمانو محصلينو د ځورونې په پار کله د قرآن پاڼې تشنابونو کې واچوي ، او کله يې په ليليه کې په بې عزتۍ سره يوې او بلې خواته خورې کړي... !! په حربي پوهنتون او ځينو حساسو تأسيساتو کې روسي استاذانو تدريس کاؤ ؛ د هغوی ترکيز عمدتاً پر دې ؤ چې محصيلينو ته ماترياليزم ، الحاد ، او له خدای نه د انکار مفکوره انتقال کړي .... !! شوروي سفارت تر سفارتي چارو زيات د افغان کمونيستانو په تنظيم ، تمويل او مدييريت بوخت ؤ ؛ ځکه خو يې مشرانو ته تنخواوې حواله کړې وې ؛ کا جي بي ځانګړي نومونه پرې ايښي وو، تره کی ، کارمل ، نجيب او نور مهم مشران يې په مستعارو نومونو ورسره ثبت وو ...
ددوی مههمې مشورتي غونډې د شورويانو په سفارت کې تر سره کېدلې ... ؛ د شب نامو ، اعلاميو ، او جرايدو د چاپ لګښت کا جي بي پر غاړه اخيستی ؤ ، او په فرهنګي برخه کې د ايران
« توده » ګوند له کتابونو استفاده کېدله ، ياد ګوند چې رهبري يې « نورالدين کيانوري » پر غاړه لرله ، له ايديولوژيک پلوه پرچم ګوند ته پاتې کېده ، چې له شورويانو سره يې ژور استخباراتي اړيکي لرل ؛ ځکه خو يې افغان کمونيستان هم د يارانې په تار ورسره تړلي وو .
نور بيا