که نن پر ما سبا پر تا ده !

جنوري 23, 2026 - 12:04
 0  59
که نن پر ما سبا پر تا ده !

په خواله رسنيو کې د حک ...متيار صيب خلاف د تبليغاتو څپان را ولاړ شوی ؛ څوک يې د کابليانو قاتل ګڼي ، او څوک يې پر بېمارۍ د خوښۍ مظاهره کوي !!
 که څه هم ددغه پروګرام طراحان استعمارګران او د هغوی پر لکۍ ځوړند کمونيستان دي ؛ خو له بده مرغه سطحي نګره او له تاريخ بې خبره ځوانان يې هم ورسره بدرګه کوي ؛ حتا د نظام په ترکيب کې شامل طالبان هم پرې شخوند وهي !! دوی په دې نه پوهېږي چې ددې ډول تبليغاتو تر شا د اسلامي انق لا...ب او جه ا ..دي « رجالو» د بدنامۍ توطئه پټه ده ؛ نه تر يو شخص پورې محدوده ده ، او نه پر حک..  متيار پای ته رسېږي !! استعماري کړۍ که نن د حک.. متيار شخصيت وژنه کوي ؛ سبا به پر بل« شخصيت » بلوسي ؛ که نن يې اسلامي ګوند په نښه کړی ، سبا به د نورو اسلامي سازمانونو پل هم پسې اخلي ، او هر هغه نهضت به له پښو غورځوي چې د آزادۍ لپاره يې
 « ا..نقلا...ب » تجربه کړی .... !! آد شاعر په وينا :
« که نن پر ما سبا پر تا ده »
په نظام مسلط طا...لبان دې هم پوه شي چې د حک... متيار تر سياسي تجريح وروسته به د دوی نوبت هم را رسېږي ؛ دويته به هم ورته دوسيې پرانيستل کېږي ، او په ورته ډول به د تبليغاتو له څپان سره مخامخ کېږي ؛ خو دا به داسې مهال وي چې د 
حک... متيار غوندې دراک ، متين ، او  علمي شخصيت يې له لاسه ورکړی وي !!
بايد ووايم چې حک..مت يار ته د کابليانو د قتل انتساب ، د سياسي سزا په معنا کارول کېږي ، دا داسې پلمه ده لکه پرون چې پرعراق د حملې لپاره وکارول شوه ، او دا داسې تور دی چې دنړۍ په ټولو آزادي غوښتونکو او نجات بښونکو سر لارو لګول کېږي ؛ څوک چې د پرديو له راج نه د استقلال روحيه لري او په ملت کې د انقلاب شپېلۍ پوکلی شي ؛ هرو مرو به له ورته اتهاماتو سره مخامخ کېږي !!
حک..متيار دلته د ازادۍ انق..لاب  تجربه کړ او افغانستان يې د سرې امپراتورۍ له انضمامه بچ کړ ؛ نه يوازې افغانستان ته يې آزادي ور وبښله؛ لاچې پنځلسو مستعمره هېوادونو ته يې هم  د استقلال لاره پرانيستله ؛ ځکه خو يې ښکېلاکګرانو او لاسپوڅو حشريز مذمت ته ملا وتړله !!
که د انسانانو په مرګونو واقعاً چاته سزا ور کوله کېږي ؛ نو د کمونيستانو دوسيه ولي نه را سپړله کېږي ؛ آيا په ليليې دښته کې يې په يوه ورځ دوولس زره افغانان ونه وژل ؟ آيا کمونيستانو د نيمايي افغانستان وګړي د ژوند له نعمت نه بې برخې نه کړل؟ آيا په پليګون کې يې زرګونه انسانان ژوندي په خاورو و نه منډل ؟ آيا شورويانو ته يې د افغانستان قواله نه وه سپارلې ؟ آيا د اشرف غني په واکمنۍ کې لکونه انسانان و نه وژل شول ؟ آيا هغه اعتراف ونه کړ چې په يو کال کې يې پنځه څلوېښت زره سربازان له منځه تللي ؟ که دا خبرې ټولې حقيقت وي ؛ نو بيا يې ولي پرجرايمو اغماض کېږي ؛ او ولي يې د حک..متيار په څېر مذمت نه کېږي!؟ 
همدا راز که د کابل د ورانيو پړه پر حک.. متيار ور اچوله کېږي ؛ نو د ټول افغانستان د ورانيو مسببين ولي ملت ته نه ور پېژندل کېږي ؟ دا پنځه ميليونه افغانان چا له خپلو کورونو ايستلي وو او چا يې کورونه له خاورو سره برابر کړي وو ؟ 
نن همغه مهاجرين په داسې حال کې هېواد ته راګرځي چې نه سر پناه لري ، او نه کرايي کور ورته پيدا کېږي !!
دې موضوعاتو ته پر کتو ؛ ويلی شو چې په حک.. متيار پسې را ولاړ شوي تبليغات د هغه د شخصيت وژنه ده او بس. !!