کنځل او سپکاوی د فکر بديل نهدی، او ټرينډ کنځلې هېڅکله هم د چا د تذليل معيار نهشي کېدای
فضل الربي شاکر
هغوی چې نن په خواله رسنیو کې د مشر پر ضد د سپکاوي، کنځلو او منظم پروپاګند ټرينډ چلوي، بايد يو حقيقت په خلاصو غوږو واوري، چې؛
کنځل او سپکاوی د فکر بديل نهدی، او ټرينډ کنځلې هېڅکله هم د چا د تذليل معيار نهشي کېدای.
دا بايد هېر نهشي چې سپي هغه وخت ډېر غاپي، کله چې خطر احساس کړي، او په سياسي مخالفت کې د خطر تر ټولو لوړ ګراف هغه فکر ته ويل کېږي، چې د ټولو سياسي توطئو او رذالتونو باوجود د خپلو سياسي او فکري حريفانو پر وړاندې په فزيکي او فکري لحاظ ژوندی او ګړندی وي، لکه مشر.🤗
دوی دا هم، بايد هېر نهکړي، چې که خدای مهکړه! مشر په فزيکي لحاظ مړ هم شي، خو بيا هم مړ نهدی، ژوندی دی. ځکه مرګ د هغه چا د نابودۍ سبب کیدای شي، چې په فکري لحاظ تشپاڼی وي. چې نه فکر لري، نه قلم لري، نه پوهه او نه آثار؛ له چا چې ياد ارزښتونه په مېراث پاتېږي، هغه نهمري. د مشر فعلي نوم او نښان د يو فزيکي بدن او جوړښت نوم نهدی، بلکې هغه اوس په تمامه معنیٰ د يو مستقل او فکري برانډ نوم دی، او فکري نومونه او برانډونه نه په ټرينډ کوونکو او ټرينډ شويو سپکاويو ورکېدای شي، او نه په ذاتي او شخصي دُښمنيو او پروپاګنډ له منځه ځي. په أصل کې هغوی مري او مړه کېږي، چې له مرګ وروسته ترې هېڅ فکري سرمايه او ميراث نهپاتې کېږي. برعکس؛ هغوی چې لسګونه کاله فکري بحثونه، سياسي لوړې ژورې، موافق او مخالف لوري، او څو نسلونه پوښتنې تر شا پرېږدي؛ هغوی د تاريخ د سر او عنوان برخه ګرځي.
چا چې نن د مشر په توهين او سپکاوي د خپلې بېشخصيتۍ بازار ګرم کړی، له ځان دې وپوښتې چې:
که مشر بېاهميته وای، نو ولې يې له شتون دومره وېره لري؟
که فکر يې مړ وای، نو پر مړ فکر ولې دومره غوسه ورځي، چې له خولې يې ځګوړي بادېږي؟
او که د دوی پر وينا؛ تاريخي وزن يې صفر او پر نِشت حساب وای، نو ولې دومره منظم او د ټرينډ په بڼه يې کنځي؟
دېته پر کتو؛ ويلای شو، چې د ځينو غپل له هغه ډاره دي، چې د مشر فزيکي او فکري شتون د دوی پر شخصيتونو(!) غوړولی، او تر څو چې مشر ژوندی وي، د ډار دا لېونی پېری به يې پر اوږو ور سپور وي.🥴
حيف پر هغوی! چې د نورو په مرګ کې خپله سياسي او فکري بقاء لټوي!
او حيف پر هغوی! چې خپله فکري او سياسي بېوزني او بېشخصيتي؛ نورو ته د کنځلو او سپکو سپورو په شور کې پټول غواړي!
کاش! ځينې أحمقانو دا درک کړی وای، چې د دوی کنځلې او سپکاوی تر څو ورځو زيات عمر نهشي کولای، او هغه ځکه چې تاريخ د سپيو غږونه نه ثبتوي، بلکې د تاريخ حافظه عالي اخلاق او وزين افکار په خپله تاريخي غېږه کې رانغاړي، چې دوی ترې په تمامه معنیٰ لوڅ-لپړ، لغړ او کنګال دي...!
#فاعتبرو
شاکر