نتن یاهو ولي په دې ورځو کي د سني - شیعه اصطلاحات ډېر کاروي؟

مارچ 14, 2026 - 10:45
 0  39
نتن یاهو ولي په دې ورځو کي د سني - شیعه اصطلاحات ډېر کاروي؟

أدهم أبوسلمیة وايي: "تاریخ پر کمزورو رحم نه کوي او دښمن د اهل‌ِ سنت د جوماتونو د منارو او د شیعه‌ گانو د حسینیو¹ تر منځ توپیر نه کوي؛ ځکه د دښمن په نظر دوی ټول پردي دي چي یا باید غلامانان سي او یا هم له منځه یوړل سي."

  نتن یابو ولي په دې ورځو کي د سني - شیعه اصطلاحات ډېر کاروي؟

  ولي هغه تفریق ته اشاره کوي چي امت ئې پر دوو ټوټو وېشلی؟

  دوی چاته د اختلاف موضوع او مواد چمتو کوي؟

  دوی څوک له یو بل څخه بېلوي؟

  آیا دا اختلافات د استعمار او یرغلگرو لخوا جوړ سوي نه دي او یا لږ تر لږه د هغوی لخوا نه مطرح کېږي؟

پر دې اختلافاتو سترگي نسي پټېدلی؛ دا د پېړیو اختلافات دي؛ بس دومره ساده خبره باید درک کړو چي دا وخت ئې نه د هغوی د ختمولو دئ او نه د مطرح کولو؛ بلکي تر ټولو مهم ئې نظراندازه کول دي. دا به ډېره بده وي چي یو مسلمان په دې حساس وخت کي د نتن یابو د ژبي په څېر کار کوي.

تاسي په نړۍ کي وگورئ نن د دې فرعونانو په وړاندي څوک مقاومت کوي؟! اخوانیان او اهل تشیع. آیا دا جگړه د اقتدار او ځواک ترلاسه کولو جگړه بللی سو او که د یوه طرف پر فناء یا حدِاقل پر تضعیف به ئې شدت کمېږي؟!!

هغه د ایران او ملعون قام تر منځ د ملگرتیا احمقانه تصور Concept چي په مسلمانانو کي شهرت موندلی وو هغه خو فناء سو؛ یقینا اوس نوي عنوانونه چمتو کېږي. معتدل مسلمان نه هغه وخت دوکه سوی وو او نه به تر دې وروسته د استعمار دغو دعوو ته تشهیر ورکوي. د اېپسټین ډله، د هغوی نظریات او غوښتني وپېژنئ! تر څو مو د دوست او دښمن د پېژندلو صلاحیت نه وي پیدا کړی؛ له هغوی سره مقابله ممکن نه ده.

¹حسینیه: عموماً دا توری امام بارگاه ته کارول کېږي؛ خو یو ناسم فکر چي په ځینو سنیانو کي رائج سوی هغه دا دئ چي دوی فکر کوي چي شیعه جومات نه لري؛ داسي نه ده؛ هغوی هم مساجد لري او هملته لمونځونه او عبادات کوي؛ د ماتم  او مجالسو لپاره ئې له جومات سره یو ځای هال جوړ کړی وي چي همدې ته امام بارگاه ویل کېږي.