تشخيص

اکتوبر 19, 2025 - 20:38
 0  11
تشخيص

د مزغو دوه برخې وي - يوه خړه وي چې ورته (ګرے مېټر ) وائي او بله سپينه چې ورته ( وائټ مېټر) وائي - دا خړه برخه خيالونه پراسس کوي او سپينه برخه د پېغاماتو د لېږلو کار کوي - د خړې برخې مثال لکه د کمپيوټر پراسيسر دے او دا سپينه برخه ئې تارونه دي -

 

هاغه خلک چې غور وفکر کوي ، نوي تعليمونه کوي يا طبعي ورزشونه کوي - د هغو د مزغو خړه برخه سېوا وي يعني د هغو پراسيسر غټ وي او د ناپوهه خلکو پراسيسر وړوکے وي نو چې د کم عقلو خلکو مازغۀ واړۀ وي نو سوچ به ئې څۀ غټ شي - د داسې خلکو سره بحث د خپلې پوهې توهين کول دي -

 

زۀ چې به پۀ اوپي ډي کښې ناست ووم نو ماته به نيمه بيماري د مريض د جسم د ساخت او د هغه د چال نه معلومه شوه - دغسې يو بې وقوفه چې يوه خبره وکړي نو ما ورله مازغه سکېن کړے وي - او پۀ دويمه خبره زما تشخيص کنفرم شي - نو درېمې خبرې ته ئې نۀ حاجت وي او نۀ ورله د هغې موقع ورکووم -