ګردې يو لوئے نعمت
ګردې د بدن فلټر مشين دے - د وینې زهرجن مواد او فضلات د اوبو پۀ ذريعه د متيازو د لارې بهر اوباسي - کۀ د بدن اوبۀ کمه شي نو د ګردو فلټريشن متاثره کوي او زهرجن مواد پۀ وجود کښې جمع کيږي - دا حالت کۀ اوږد شي نو د ګردو د خرابېدو سبب ګرځي
د انسان ګردې هره ورځ تقريباً ۱۸۰ ليټره وینه فلټر کوي - يعنې د بدن ټوله وینه تقريباً هر ۴۰ منټه پس يو ځل فلټر کېږي - پۀ دې حساب پۀ ورځ کښې خواوشا ۳۰–۴۰ ځله د فلټريشن يا صفائي دا پوره چکر تکراريږي -
پۀ وجود کښې د اوبو مقدار د متيازو د رنګ نه معلوميږي - د اوبو پۀ نوم هر قسمه شربتونه چيني ، مالګه ، مصنوعي خوندونه او کيمياوي مواد لري او دغه څښاک د ګردو د پاره اضافي بوج جوړوي - د بلډپرېشر او شوګر مريضان وي نو د خوراک ډېر احتياط کوئ - ځکه چې د ګردو خرابېدو دا دوه غټې وجې دي -
مصنوعي صفائي يا ډاياليسز
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
کله چې ګردې خپل کار نشي کولے نو دا کار د ډایالسز مشين کوي - يو ځل صفائي تقریباً ۳–۴ ګنټې وخت اخلي او اکثر پۀ هفته کښې درې ځله دغه صفائي پکار وي - پۀ يو ځل صفائي د تکليف نه علاوه تقريباً لس زره روپۍ لګي - يعني پۀ هفته کښې تاسو پۀ دې صفائي دېرش زره روپۍ خرچه کوئ -
کۀ ګردې برابر وي او د ورځی خپل فلټرېشن ۳۰ ځله هم حساب کړو نو پۀ دغه حساب ستاسو ګردې بې تکليفه او بې تپوسه د ورځې د درې لکو روپو صفائي کوي - د خدائے د نعمتونو شکر هم ادا کړئ او د دې نعمتونو خيال هم وساتئ - او صرف د ساده اوبو پۀ استعمال خپلې ګردې بچ کړئ -