غزې ته! - د دعا په شپه

نومبر 23, 2025 - 19:49
 0  9
غزې ته! - د دعا په شپه

استاد فضل ولي ناګار

 

نیمه شپه څه تېره مې غزې ته دعا وکړله

ما د ایماني روح جنازې ته دعا وکړله

چپ چپ و یسین د یحیی وینو نه لمبې ختې

ښه مې په رڼا کې شنې خازې ته دعا وکړله

غرقې، غرقې سترګې دستا جګې نورې ټیټې دي

مرګ د شهادت مستې غمزې ته دعا وکړله

سر مې ور دننه کړ یو شور د تکبیرونو و

ما د اقصی ماتې دروازې ته دعا وکړله

مرحبا د قطر ښاپیرۍ د کونړ حال اخلي

تږو یې د مخ سرخۍ غازې ته دعا وکړله

چپ تصویر سرود راځي د ذهن په پردو راته

زړه مې د ماضي مبارزې ته دعا وکړله

ټېټې سترګې ټول امت د ستا غږ تر اسمانه لاړ

چا د قدس د زړه دې ترازې ته دعا وکړله

جوش ملایک پور وړي سرې شپېلۍ د اسرافیل لره

تا ناګاره دغې انګازې ته دعا وکړله