حکمتیاره ډېر غمونه دې زغملي

مۍ 19, 2025 - 01:03
سپتمبر 4, 2025 - 01:03
 0  5
حکمتیاره ډېر غمونه دې زغملي

حکمتیاره ډېر غمونه دې زغملي

مشکلات او کړاوونه دې زغملي

د وطن دین او ملت د ازادی غم

دغه درې سخت پړاوونه دې زغملي

معاملو او فاجعو ته حاضر نه شوې

ډېر زخمونه ډېر دردونه دې زغملي

د منډېلا لوتر کینګ ریکارډ دې مات کړو

سمندره طوفانونه دې زغملي

هر افغان دې پوروړی د احسان دی

سپین رهبره شوګیرونه دې زغملي

ته معاذ او عبیده شوې ته وقاص شوې

بې حسابه یرغلونه دې زغملي

ته بیړۍ یې ته بارداره ونه هم یې

ډول ډول تهمتونه دې زغملي

د ختیځ امپراطور دې په ګونډو کړو

ډېر درانه نیپال بمونه دې زغملي

ای غمخوره مجاهده مبارزه

لوږې تندې تکلیفونه دې زغملي

فرهادي عزم دې پیژنم سندانه

د پلکونو ګوزارونه دې زغملي

رهبر یې خو د جونګړې خاوند نه یې

ګړنګونه تورتمونه دې زغملي

ته بښونکې اخېستونکی د هُریت یې

خپل پردي د غم بارونه دې زغملي

ای زما هما عقابه سوما راوړه

اسمان څکي پروازونه دې زغملي

ستا د حق پور به اداء شي صبر وکړه

ژړا ګانې او ویرونه دې زغملي

توریالی دې د قدم په خاورو ویاړي

قربانۍ او هجرتونه دې زغملي