محترم مشره ته!

جنوري 25, 2026 - 17:05
 0  18
محترم مشره ته!

حامد

 

دا ستا له مخور مخ دبلا مخونه ګرځي

له سپوږمۍ د څوارلسمي دا د چا مخونه ګرځي

 

غزل ئې دبلبل، په قفسونو به څه باک کړې

شاهین د جګو غرو نه د عنقا مخونه ګرځي

 

مېړه مړ کړه مېړانه یې نو مه وژنه ظالمه

د بې ننګو له وفا نه د جفا مخونه ګرځي

 

وژمې د سپیده چاود به شي نسیم به را بهر شي

وچ بوټي د سحرا نه د بورا مخونه ګرځي

 

چاپېره د جاهل له محفلونو به جدا شي

د جهل له فضا نه خامخا مخونه ګرځي

 

سرحد ته د تېري چي رسیدلي پای به مومي

د ظلم له تیارو نه د سبا مخونه ګرځي

 

حامد به د کم رنګو له ستاینو لاس په سر شي

د بخل له باغچو نه د ګدا مخونه ګرځي