يا غزې! – استاد فضل ولي ناگار

استاد فضل ولي ناگار
نه مو په هوا او نه په زمکه درته لاره شته
والله که مو ويره دنړۍ له هيڅ کفاره شته
غوږ ته محشرخيزه شرنګ دتوري يمني راځي
ګوره له صفين پيغام د شا اويس قرني راځي
رنګ د پيغمبر ص ددعا څېرې زمانې کړلې
نور شو په جلال، دجال ته يې تتې اينې کړلې
جوش د انتقام د زمکې راکاږه تناب ورته
اور به کاندي بل په مېخانو کې انقلاب ورته
ورک دې شي اتوم چې نن په ښه مو د اقصی نه شو
ورک عربي شيخ شه په پره د اهل اللّٰه نه شو
شته دی مسلمان خو پکې ټکې د اسلام نشته
يو دی په رکوع بل په سجده هيڅ يې امام نشته
څه شول ايوبي ، طارق د هيرې سيلاب وړي دي
سترګې يا غزې درته د واړه امت خړې دي
بيا به تاريخ وليکي چې مونږ يو بل اندلس باېله
عزم د حسين زور د علي مو همدا اوس باېله
ناګار