د حزب اسلامی د واکمنۍ پر مهال ګڼ ویده اسلامي هېوادونه راویښ شول
د حزب اسلامی افغانستان د واکمنۍ پر مهال ګڼ ویده اسلامي هېوادونه راویښ شول. د همدې «ح اا» د امکاناتو په برکت ډېر شخصیتونه وروزل شول، د مبارزې له لوړو او ژورو سره بلد شول او تر مهمو موقفونو پورې ورسېدل. ځینې ستر هېوادونه د زوال پر لور ولاړل او یو شمېر نور بیا د زبرځواکونو په کتار کې ودرېدل.
مطلب مې دا دی چې په سختیو کې یوازې د ګوتو په شمېر کسان ستا په ارزښت او مقام پوهېږي؛ نور ټول د وخت، شخصي ګټو او شهرت په نشه کې ډوب دي. نه ښه پېژني او نه بد، آن د دوست او دښمن تر منځ توپیر هم نشي کولای.
بس. دومره به ووایم چې
هوښیارانو ته یوازې اشاره کافي ده.