مشر د هېواد یو معتبر سیاسي شخصیت دئ

جنوري 19, 2026 - 18:16
 0  52
مشر د هېواد یو معتبر سیاسي شخصیت دئ

سیاسي انتقاد د هر عاقل او بالغ انسان حق وي؛ خو ناقص مثلث (ملحد + سیکولر او قامپرست) نه بلوغ ته ورسېدل او نه ئې عقل پیدا کړ؛ د دوی دعوه تر ننه د مکارو انسانانو په څېر پر اوښکو او زگېروي بناء ده!

مشر د هېواد یو معتبر سیاسي شخصیت دئ؛ پر ځینو به ځکه بده لگي چي اختلاف ورسره لري او په ناروغۍ اخته وي؛ د افسوس ځای خو دا دئ چي د ناقص مثلث سره د انتقاد پر پِچ ځیني تش په نوم اسلامپال هم ودرېږي او تر هغوی ډېري سپکي سپوري وايي...

د کورنۍ جگړي کوم پېغور چي دوی مشر ته ورکوي؛ همغې جگړي ته دوی ادامه ورکړه؛ له همغو منفورو مشرانو سره او تر پایه ورسره وجنگېدل؛ خو د ځینو په خټه کي نامردي اغښلې وي؛ د شیخ اسامه او القاعدې د نورو کلیدي مشرانو ژوند همدې سپین ږيري وژغوری خو دا خبره پر الفايدې بده لگي؛ هغه مجرمین چي دا خلک ئې دلته راوستل بیا ئې پر نیمه لاره پرېښودل او یا ئې وپلورل...

مشر به د درېیمي درجې د وروسته پاته هېواد د سیاستوال په صفت او د یوه انسان په صفت ممکن نیمگړتیاوي ولري؛ ځکه دلته اکثر وخت د نورو اشتباهات هم بر ځینو تاوان سي؛ خو د غدر او دوکې او اقتدار هوس قطعاً نه لري؛ ځکه د اقتدار د حصول کوم چانسونه چي هغه ته رسېدلي بل سیاستوال ئې تصور هم نسي کولی!