د افغانستان او پاکستان د جګړې اصلي لامل
ممتاز جهانگير
زما په اند، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسنی کړکېچ یوازې د سرحدي لانجې یا د ډیورنډ کرښې ستونزه نه ده، بلکې دا جګړه د بهرنیو قوتونو د لاسوهنې او د دواړو هېوادونو د متقابل بې باورۍ له امله دوام لري. د دې جګړې اصلي هدف دا دی چې دواړه اسلامي هېوادونه یو بل ته د دښمن په سترګه وګوري.
که رښتیا ووایو، د دواړو هېوادونو ترمنځ شته اختلافونه دومره ژور نه دي چې جګړه توجیه کړي، خو بهرني ځواکونه د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره تل هڅه کوي چې د بې باورۍ اور بل وساتي. کله د ډیورنډ نوم راپورته کوي، کله د طالبانو او تحریک طالبان موضوع، او کله د ترهګرۍ ادعاوې.
له یوې خوا، نړیوال او سیمهییز استخباراتي ځواکونه هڅه کوي چې افغانستان او پاکستان د یو بل پر ضد بوخت وساتي، څو د اسلامي یووالي او سیمهییز اقتصادي همکارۍ مخه ونیسي. البته د امریکا، هند او ځینو نورو هېوادونو لپاره دا ډېره ګټوره ده چې اسلامآباد او کابل یو بل ته د ګواښ په سترګه وګوري.
خو له بلې خوا، دواړه هېوادونه خپله هم د دې کړکېچ یوه برخه دي. پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې د نفوذ هڅه کوي، او افغانستان بیا د پاکستان له بدو نیتونو او استخباراتي کړنو سره بې باوره او کرکه لري. دغه دوه اړخیز شک د سیاسي ناپوهاوي، استخباراتي لوبو، او د ملي ګټو د ناسم تعریف له امله هره ورځ ژورېږي.
په اصل کې، دا جګړه د اعتماد د نشتوالي، استخباراتي مداخلې، او بهرنیو اجنډاوو ګډه پایله ده. تر هغه چې دواړه هېوادونه د خپل ملت او سیمې د ریښتینو ګټو لپاره یو بل ته د همکارۍ او باور لاس ورنهکړي، دا مصنوعي او تحمیلي جګړه به روانه وي، جګړه چې ګټه یې یوازې د پردیو ده، خو تاوان یې دواړو مسلمان ملتونو ته رسېږي.