دا به د کومې اړمنې کورنۍ نازولى وي؟

جنوري 28, 2026 - 19:05
 0  11
دا به د کومې اړمنې کورنۍ نازولى وي؟

وحیدالله مصلح

 

دا خو د دې تنکي د ناز وختونه دي، دا خو بايد د کورنۍ په خوا کې، د مور او پلار په سيوري او د ورونو او خوېندو په شور کې واى… دا نازولى په واورو کې څومره په کړاو او بې اسرې پروت دى… نن چې ما د دې تنکي زلمي پر مخ د مايوسۍ او بې کسۍ کوم رنګ او حال ليده او ما چې د ده د سترګو کومې وچې اوښکې کتلې نو په زړه يې سم سورى کړم، خوب مې تښتېدلى، زه مې ځان يو اړمن او بې کسه پلار حس کوم او زوى مې د قاچاق پر دغه لار ايسار ګورم، زما زړه دودونه کوي او ما ته وطن، ملت او نړۍ مانا نه لري، زما خپله نړۍ کنګل وهلې او زما ټوله شتمني منجمده پر صحرا پرته ده....

دا فقط يوه پېښه ده، دې واورو بسته کورنۍ او په سلګونو افغانان بې روحه کنګل کړي دي، په دې لاره ډېر کنګل شوي افغانان د واورو تر ډېريو لاندې ويده پراته دي...

واقعيت دا دى چې د قاچاقو دا لاره موږ ته زموږ حيثيت راښايي؟ دا خوني لار د نړۍ په مارکېټ کې زموږ ارزښت ټاکي؟ دا د مرګونو تيندکونه زموږ ملي غرور او لويې دعوې اندازه کوي... موږ که د اوسنۍ نړۍ په مقياسونو ځانونه وتلو نو موږ ډېر واړه يو، موږ د مازيګر په غروب کې خپلو اوږدو سيورو خمار کړي يو، که نه موږ د اوسني پرمختګ په ځغاسته کې د منډې پاپلې پل نه لرو...

واقعيت دا دى چې د دې وطن د بچيانو فراغ او تېښته د يوې لويې فاجعې او بحران غمازي کوي.