دلته لا هم واسطه چلېږي، ستا مریض به د مرګ اؤ ژوند سرحد کې وي

فبروري 2, 2026 - 18:38
 0  15
دلته لا هم واسطه چلېږي، ستا مریض به د مرګ اؤ ژوند سرحد کې وي

سیار ارين

 

زموږ د مشر کاکا د وینې فشار لوړ شو، ناڅاپه د اوداسه ځای کې راغورځېدلی وو. روغتون ته مو ورسؤه، چې کله مو ورته CT Scan وکړه، نو هېمورژیک سټروک یې ورکړی وو. پهٔ عامه اصطلاح د اعصابو رګ یې شلېدلی وو، اؤ وینه بهېدنه د مغز دننه شوې وه. د ننګرهار لهٔ حؤزؤي روغتون څخه یې موږ ته وویل چې دا باید تاسې شېخ زاید روغتون ته چې کابل کې ده، انتقال کړئ. مریض مو امبولانس کې واچؤه، دولس نیمې بجې د شپې مو لهٔ ننګرهار څخه د کابل پهٔ لورې حرکت وکړ. کابل شېخ زاېد ته درې بجې د شپې ورسېدو، هلته مې نؤکریوال ډاکټر پیداکړ. ځان مې ورته معرفي کړ، مال زهٔ هم ډاکټر یم، مریض مو دغه وضعیت کې ده، دا یې د GCS سکور او دا یې CT Scan دی. د ډاکټر برخورد اؤ رویه هېڅ خوند رانهٔ که، ویل ICU کې ځای نسته، اؤ مریض دې دلته بستر کې پروت وي، که ځای پیداشو بیا به یې ICU ته وېسئ. موږ پهٔ هماغه وخت مریض لهٔ روغتون خارج کړ اؤ یؤې شخصي شفاخانې ته مو ویوړه، شخصي ته خو چې ځې، دم اؤ قدم دواړه پیسې دي، لهٔ هغه معایاناتو چې موږ یې دلته پهٔ ۵۰۰ افغانۍ کؤو، دوی پهٔ ۱۱۰۰ باندې کؤه. ورته مې وویل ولې؟ سل روپۍ ګران، دا ظلم یې دوه سوه، اخر ۶ سوه! ولې؟ ویل: آقا! مسولیت من همین است که پیسه بیګرم، دګه هېچ چیزی را نمیفهمم که چرا؟ خو ځه ورک کړه، څهٔ کم نهو ساعتونو باندې موږ څهٔ لهٔ پاسه لس زره افغانۍ تحویل کړې، کاکا زوی مې یؤه واسطه پیداکړه، بېرته مو شېخ زاېد ته ویوړه، اؤ هماغه ICU  کې یې بېستر کړ.

څو نکتې.

اوله: دلته لا هم واسطه چلېږي، ستا مریض به د مرګ اؤ ژوند سرحد کې وي، خو دوی ته به ټکې ارزښت نهٔ لري.

دوهمه: نهٔ پوهېږم، خو موږ طب فاکولته کې د طبابت اخلاق پهٔ نوم یؤ مضمون لوستې، هلته دا ویل کېږي چې مریض اؤ پایوازانو سره یې باید څه رقم سلوک وشي، خو دلته ډېری داکترصاحبان لهٔ ښهٔ سلوک بې برخې دي، زهٔ چې یؤ ډاکټر وم، داسې رویه یې وکړه، عام خلک خو به بېخي ورته د سړي زامن نهٔ ښکاري.

درېم: شخصي روغتونونو! خدای اؤ قران ته وګورئ، ظ.ـلم وکړئ، خو پهٔ لږه اندازه. تاسې ته خلک لهٔ مستۍ نهٔ درځي، بلکې لهٔ مجبورۍ درځي.

اؤ زموږ کاکا لهٔ ۲۳ شپو ورځو وروسته بیا ومړ، خدای پاک دې یې وبخښي، خو ځینې کارونه اؤ کیسې هېڅکله نهٔ هېرېږي