تېره شپه “مشر شيطان” له یو شمېر تجارانو او دوکاندارانو سره آنلاین ناسته درلوده

فبروري 19, 2026 - 14:32
فبروري 19, 2026 - 14:36
 0  29
تېره شپه “مشر شيطان” له یو شمېر تجارانو او دوکاندارانو سره آنلاین ناسته درلوده

وايي تېره شپه “مشر شيطان” له یو شمېر تجارانو او دوکاندارانو سره آنلاین ناسته درلوده.  هغه اعلان وکړ چې د روژې په مبارکه میاشت کې زما د عدم موجودیت له امله خپلې دندې موقتاً خپلو “باوري دوستانو” ته سپاري؛

هغه په ځانګړې ډول وویل:

«زه اعتراف کوم، په ملاوټ، مصنوعي کمښت، قیمت‌فروشي او ذخیره کولو کې چې کومې نوې طریقې تاسې ایجاد کړې دي، دا نو زما له تصور هم پورته دي. ما خو یوازې وسوسه کوله، تاسې ترې بشپړ سیستم جوړ کړ

په غونډه کې ځینو ته د “ابتکار مډالونه” هم ورکړل شول؛ یو ته د “نرخ لوړونې ستوری”، بل ته د “ذخیره کولو طلایي مډال”، او درېیم ته د “ملاوټ تخلیقي جایزه”.

خو د خبرو په پای کې مشر شيطان لږ خپه هم ښکاريده. وې ویل:

«یوه ګیله لرم! تاسې چې د روژې په میاشت کې زما د نظم او لارښوونو له برکته ښه عایدات ترلاسه کوئ، بیا همدا پیسې د کال په وروستیو کې د حج په مراسمو کې مصرفوئ او هلته ما په کاڼو هم ولي او زما پر ضد شعارونه هم ورکوئ! دا انصاف ندی؟ لږ تر لږه برانډ ته وفاداري خو وساتئ

هغه زیاته کړه:

«سفر، هوټل، قرباني، سوغاتونه—نیم زیات مصارف خو زما د “برانډ” په برکت برابر شوي وي، خو هلته چې ورسېږئ، بیا ټول مسئولیت پر ما اچوئ او ځانونه سپین پريښتي جوړوي