د ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ روانه شخړه
داسې یو تصور او انګېرنه موجوده ده چې ګواکې د ایران، اسرائیل او امریکا ترمنځ روانه شخړه باید ژر تر ژره متوقفه شي. امریکا، روسیه او چین وېره لري چې که دا جګړه اوږده او یا پراخه شي، نو ممکن د دوی په ګډون ټول نړیوال له جدي اقتصادي ستونزو او نړۍ به د تېلو له کمښت سره هم مخ شي. له همدې امله، داسې ښکاري چې دوی په هېڅ قیمت نه غواړي دا جګړه له کنټروله ووځي او له خطرناکو سناریوګانو سره مخ شي.
د دې وضعیت د کنټرول لپاره، امکان شته چې یاد ستر قدرتونه په خپلو کې د حل لارې ولټوي او د سیاسي مصلحت پر بنسټ هوکړې ته ورسېږي. د دوی دا ډول معاملې اکثره د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو پر محور راڅرخي، او تل هڅه کوي چې جګړه ژر پای ته ورسوي. ځکه چې دوی د اوږدو جګړو، لکه د د افغانستان جګړه او د اوکراین جګړه، له تجربو څخه ښه خبر دي.
خو بل اړخ ته، که دا جګړه متوقفه نه شي او د افغانستان او اوکراین په څېر اوږده شي، نو دا به یوازې د ایران، اسرائیل او امریکا لپاره ستونزې رامنځته نه کړي، بلکې کېدای شي روسیه، چین او نور نړیوال هېوادونه هم له جدي اقتصادي زیانونو سره مخ شي. په دې حالتو کې، جګړه د ټولو لپاره د خطر زنګ ګرځېدلی شي.
ځینې خلک باور لري چې ایران باید مقاومت ته دوام ورکړي او جګړه باید اوږده شي، څو اسرائیل او امریکا له فشار او احتمالي ماتې سره مخ شي. خو دا لیدلوری هم له خطره خالي نه دی، دا ځکه چې اوږده جګړه اکثره ټولو اړخونو ته درانه زیانونه اړوي. ممکن دا جګړه هېڅ روښانه ګټونکی ونه لري؛ په دې جګړه کې به د ایران په څېر ټول اړخونه د جګړې په اور کې وسوځي.!
همداراز داسې نظر هم شته چې اسرائیل او امریکا په دې جګړه کې ناسمې محاسبې کړې دي او د امریکا د کانګرس ډېری غړي د دې جګړې مخالف دي.
خو دا چې پایله به څه وي، دا به راتلونکی وخت وښيي.
اوس باید انتظار وشي چې دا جګړه به څنګه او د چا له خوا متوقفه کېږي، او ایا اوربند به د سیاسي تفاهم له لارې رامنځته کېږي که نه.!