وچ ټوخے

نومبر 29, 2025 - 21:19
 0  9
وچ ټوخے

وچ ټوخے عموماً پۀ دوه درې ورځې کښې ختم شي خو ډېر خلک ئې د خپلې نا پوهۍ يا طبي اګاهي نۀ لرلو پۀ وجه اوږدې له بوځي او اکثر ترې پۀ مياشتو نۀ خلاصيږي -

پۀ طب کښې اولنے کار تشخيص دے - وچ ټوخے د ساه د نالۍ د اولنۍ پردې د تښنېدو يا خارښ له وجې کيږي - نو داسې خوراکونه خوړل چې دغه خارښ کمېدو ته نۀ پرېږدي او يا ئې زياتوي نو ټوخے به څنګ ښۀ شي -

پۀ دې کښې يو سحر پۀ خالي معده چائے څښل دي - د دې سره د معدې تېزابيت زياتيږي او تروې اوبۀ خلې له راځي او دا عمل دغه ارتعاش يا تښنېدل زياتوي نو ټوخے نۀ ښۀ کيږي -

دويم د اوبو کم استعمال دے - کله چې وجود کښې اوبۀ کمې وي نو د مرۍ هوائي لارې وچې وي او دغه وچوالے د ساه د نالۍ ارتعاش زياتوي -

دريمه عامه وجه ئې دوړې ، لوګي ، مصنوعي خوشبويئ او يخه وچه هوا وي او بيا پۀ تېره تېره د سګرټو لوګے چې د ساه د نالۍ حساسيت زياتوي -

څلورمه وجه ئې چپس پاپړ او دغسې نور د مرچکي مصالو خوراکونه د معدې تېزابيت زياتوي او ټوخے ختمېدو ته نۀ پرېږدي

پنځمه مهمه وجه ئې د انټي بائيوټک استعمال دے - دا ټوخے عموماً وائرل يا الرجک وي نو پۀ دواړو کښې د انټي بائيوټک ضرورت نشته - چې څوک ئې خوري نو دا معدې له زور ورکوي تېزابيت زياتوي او ټوخے ختمېدو له نۀ ورکوي -

ځينې خلک پۀ مياشتو مياشتو د وچ ټوخي شربتونه څښي خو کار نۀ کوي ځکه چې د ټوخي شربت صرف وقتي طور دغه ارتعاش کموي - هغه تیزابیت ، حساسیت ، وچوالے یا لوګے نشي کنټرول کولے - 

اسان علاج ئې دا دے چې د اوبو استعمال زيات شي او د دې نورو څيزونو نه پرهېز اوشي -  د دې سره د ورځې يو وخت د ادرکو چائے يا قهوه استعمال شي - ادرک د مرۍ سوزش کموي او د مرۍ عضلاتو له ارام ورکوي -